لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په سکول د بريد مقدمه دې د هغه وخت د پوځي او اسختباراتي مشرانو پرضد درج شي، عدالت ته خواست


د پېښور په سکول (ارمي پبلک سکول/ اې پي اېس) کې په ترهګر بريد کې د وژل شوو ماشومانو د کورنيو غړو د سپريم کورټ نه غوښتي چې د دغه ترهګر بريد د ناکامۍ په سر دې د دغه بريد مقدمه د هغه وخت د پوځ سرلښکر راحيل شريف د ايي اېس ايي پخواني مشر ظهير السلام عباسي او د پېښور کور کمانډر هدايت الرحمن پر ضد درج کولو حکم وکړي.

قانون پوهان وايي که حکومت په عدالتي حکم عمل نه کوي نو عدالت په خپل سر هم د تورنو کسانو پرضد کارروايي کولی شي.

د اورېدنې په وخت حکومتي څارنوال دريز خپل کړى د پېښى د پلټنو کميشن خپل رپورټ کې د هغه وخت پوځي او سياسي مشرانو په ضد د مقدمې درج کولو سپارښتنه نه ده کړې او وزير اعظم عمران خان هم اعلا عدالت ته وويل حکومت يواځي په اخلاقي اساس د چا پر ضد مقدمه نه شي درج کولی.

مشر قاضي ګلزار احمد وويل دوی دا نه وايي حکومت دې اېف ايي اردرج کړي خو بنچ د حکومت نه دا سپيناوی غواړي د ذمه واره امنيتي چارواکو پر ضد څه محکمانه کارروايي شوې ده.

درې کسيزه بنچ وزير اعظم عمران خان ته د ذمه وارو امنيتي چارواکو پرضد د کاروايۍ باوري جوړولو لپاره د څلور اوونيو پورې د حکومتي تګلارې وړاندې کولو حکم کړی دی، او د قضيې اورېدنه یې ځنډولې ده.

په سکول کې د وژل شوو ماشومانو کورنيو د سپريم کورټ په کاروايۍ اطمينان څرګند کړی دی.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نن په سپريم کورټ کې موجود د شهدا فاونډيشن مشر عجون خان ايډوکيټ وويل دوي باور لري چى سپريم کورټ به ورته انصاف ورکړي.

د اوريدنې په وخت د سپريم کورټ درې کسيزه بينچ د امنيتي ادارو په کارکردګۍ هم نيوکې کړي دي.

مشر قاضي ګلزار احمد ويلي پاکستان په نړۍ کې په شپږم نمبر غټ پوځ لري او اربونه روپۍ استخباراتي ادارې مصرفوي، خو نتيجه يې نه ليدل کيږي.

وتلى قانون پوهه او د سپريم کورټ بار پخوانى صدر قاضي انور د اې پي اېس خونړۍ ترهګرې حملې د پلټنو سره تړلۍ ننۍ عدالتي اورېدنه مهمه بولي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کى هغه وويل که حکومت په عدالتي حکم باندې د عمل نه ډډه وکړه نو سپريم کورټ په خپل سر هم د نومول شوو تنانو پرضد کاروايي کولى شي.

د کال 2014 دسمبر په مياشت کى د لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان/ ټي ټي پي د پيښور آرمي پبلک اسکول باندى خونړۍ ترهګره حمله کې د 150 پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې د سکول ماشومان وو.

نن د نهې يا سه شنبې په ورځ (10 نومبر) د آرمي پبلک اسکول ترهګره حملې قضيي ازخود اورېدنې په وخت سپريم کورټ د پېښى د پلټنو په اړه ناخوښي څرګنده کړې چې د وژل شوو ماشومانو د کورنيو تحفظات ترې دې وخته نه دي ختم کړی شوي، او بيا د سپريم کورټ په حکم وزير اعظم عمران خان په بيړني ډول اعلى عدالت ته حاضرشوی دی.

سپريم کورټ وزير اعظم عمران خان په داسى وخت کې راغوښتى چى مرکزي حکومت د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کوي،او نن د اورېدنې په وخت جسټس قاضي امين ويلي رياست يوې داسې ډلې ته څنګه ټيټېدلى شي چى د زرګونو په شمېره کى پاکستانيان يې وژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG