لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټي ۲۰ سیمي فاینل کې نن دپاکستان اؤ اسټریلیا لوبډلې یو بل ته مخ کیږي


څېړونکي وایي دپاکستان دلوبډلې په هکله  په باور سره هیڅ نه شي ویل کیدای ځکه چې دا لوبډله کله خو خپل تکړه مخالف ټیم هم راپرځوي اؤ کله بیا داسان هدف په ترلاسه کولو کې هم ناکامه شي.

د ټي ۲۰ کرکټ دنړیوال جام دسیالیو نیمه پایلوبه یا سیمي فاینل کې نن دپاکستان اؤ‌نیوزي لینډ د لوبډې دیو بل په ضد میدان ته ښکته کیږي .

د ټي ۲۰ کرکټ دنړیوال جام په سیالیو کې تر اوسه پاکستان پرله پسې پینځه سیالۍ ګټلې دي خو څېړونکي وایي بیا هم دپاکستان دلوبډلې په هکله په باور سره هیڅ نه شي ویل کیدای ځکه چې دا لوبډله کله خو خپل تکړه مخالف ټیم هم راپرځوي اؤ کله بیا داسان هدف په ترلاسه کولو کې هم ناکامه شي.

د ویسټ انډیز دکرکټ لوبډلې پخواني کپتان براین لاره په ټویټر هېله ښکاره کړې ده چې سیمي فاینل به پاکستان وګټي.

هغه لیکلي” زما وړاندوینه داده چې پاکستان به داسټریلیا په ضد سیمي فائنل وګټي”

هغه وایي اسټریلیان یو خطرناک ټیم اؤ مضبوط لاین اپ لري چې په اسانۍ سره هرې یوې لوبډلې ته ماتې ورکوي.

خو نوموړی بیا زیاتوي چې دپاکستان لوبډله په توپ وهنه اؤ توپ اچونه کې دومره صلاحیت لري چې فائنل ته به لاره جوړه کړي.

پاکستان کې دامریکا سفارتخاني هم دپاکستان اؤ اسټریلیا ترمنځ دکېدونکې ننۍ سیالۍ په اړوند به ټویټر یوه ویډیو خپره کړې ده چې پکې یې دپاکستان دلوبډلې نه ملاتړ ښودلی دی.

داسټریلیا لوبډله په ګروپ ون کې د اتوؤ پوانټونو په اخستو سره دغوره نیټ رن ریټ له امله فاینل ۴ کې شامله شوې خو څېړونکي نظر لري چې دپاکستان لوبډله کې دلوبغاړو د لوبولو وار غوره دی ولې دسر لوبیدونکو لوبغاړو یې تر اوسه هغسې زړه پورې لوبه نه ده کړې چې هیلې ترې کیږي.

XS
SM
MD
LG