لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرايکا پلس: طالبان دې د نړیوالو ترهګرو سره اړيکې پرې کړي


د ټرايکا پلس هېوادونو امریکا، روس، چين او پاکستان په افغانستان کې د طالبانو نه غوښتي چې د نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي، په پرېکنده توګه دغه ډلې ختمې کړي، او په افغانستان کې دننه کومه ترهګره ډله شتون ونه لري.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي په 11 نومبر په اسلام اباد کې د ټرايکا پلس غونډه شوې چې پکې د افغانستان په تازه حالاتو بحث شوی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې د غونډې په څنډه کې د طالبانو د مشرانو سره هم ليدنې شوي دي.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د يو پلاوي سره د اسلام اباد په سفر دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د ټرايکا پلس په غونډه کې په افغانستان کې د وروستيو ترهګرو بريدونو غندنه شوې ده.

په غونډه کې دغه تمه بيا څرګنده کړی شوې چې طالبان به د افغانستان خاوره د ګاونډي هېوادونو، د سيمې او نړۍ پرضد ترهګرو ته کارېدو ته پرې نه ږدي.

په غونډه کې په طالبانو غږ شوی چې د ګاونډي هېوادونو سره دوستانه اړيکې وساتي او نړيوال قوانين په ځای وساتي او منلي شوي قوانين په عمل کې راولي د بشري بنيادي حقونو خيال وساتي او د بهرنيانو قانوني حقونه خوندي کړي.

په غونډه کې ژوره اندېښنه څرګنده کړی شوې چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي حالات خراب دي، او ژمنه شوې چې د افغانستان د خلکو مرستې به کولی شي.

په بيان کې ويل شوي په غونډه کې په دې خبره زور راوړی شوی چې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د قراردادونو لاندې دې د افغانستان د اقتدار اعلا ازادي او علاقايي سالميت خيال وساتل شي او افغانستان دې د ترهګرۍ او نشه يي توکيو په څېر جرمونو څخه پاک وي، او دغه هېواد دې د سیمې د ثبات او يو بل سره نښلولو برخه جوړ شي.

په غونډه کې د طالبانو د دغه فېصلې هرکلی شوی چې خلکو ته يې د تګ راتګ اجازه ورکړې، د افغانستان د هوايي اډو فعاله کولو يې ويلي، په طالبانو د ټول افغانستان د خلکو د استازيتوب، د ښځو او جينکو د حقونو ورکولو غږ شوی دی. ويل شوي د طالبانو سره به اړيکې دوامداره ساتل کيږي چې د افغانستان د پرمختيا دپاره جديدې او اولسې پاليسۍ راوړي او عملي يې کړي.

په طالبانو غږ شوی چې ښځو او جينکو او ټولو ته يو شان د تعلیم اسانتياوې برابرې کړي.

په غونډه کې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي په لړ کې د نړيوالې ورورولۍ د مرستو هرکلی شوی او په افغانستان دننه په خراب اقتصادي صورتحال او بشري بحران اندېښنه کړی شوې کوم څه چې به د نوې کډوالۍ سبب ګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG