لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په دشتِ برچي کې چاودنې یو خبریال وژلی او پینځه تنه ټپیان دي


واشنګټن ـــ د کابل په دشتِ برچي سیمه کې پرون د مسافرو پر یو بس باندې بمي چاودنه شوې چې د آریانا ټیلیویژن یو مخکینی کارکوونکی پکې وژل شوی او پینځه تنه ټپیان شوي دي.

د کابل ښار دشتِ برچي هغه سیمه ده چې اکثر اوسېدونکي یې هزاره شیعه مسلمانان دي او په تېرو څو کلونو کې په دې سیمه کې پرله پسې خونړۍ چاودنې شوې او سلګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

اسوسیېټیډ پریس وایي د پېښې په ځای کې د ایمبولینس ډلې کارکوونکو ورته ویلي، پېښه بمي چاودنه ښکاري، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي دا د اور لګېدو پېښه ده. ښاغلي مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"ناوخته د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې په یوه ټونس موټر کې ظاهراً د اورلګېدو له امله چاودنه رامنځته شوې، چې په کې یوتن ملکي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دوه تنه نور ټپيان دي".

ذبیح الله مجاهد د پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه یې دا ویلي چې په پېښه کې وژل شوی او ټپیان څوک دي، خو وایي د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه یې پلټنه روانه ده.

اسوسیېټیډ پریس د پېښې د ځای وېډیو هم خپره کړې چې د مسافرو پر موټر د اور لمبې را ګرځي او تور لوګي ترې پورته کېږي. په دې وېډیو کې یو تن په دري ژبه خبرې کوي او په تکرار سره وایي: "ډېر کسان پکې وژل شوي".

طلوع نیوز وایي د کابل د لوېدیځ په پرونۍ چاودنه کې د حمید سیغاني په نوم یو خبریال هم وژل شوی چې وایي مخکې یې له «آریانا نیوز» سره کار کاوه.

د دې مسافروړونکي موټر ډرایور اسوسیېټیډ پریس ته په روغتون کې ویلي، کله چې پر یوه چوک باندې ده موټر ودراوه نو یو مشکوک تن ور وخوت او بیا تر هغه لږ وخت وروسته د موټر په شاتنۍ برخه کې چاودنه وشوه.

د مرتضی په نوم دغه ډرایور وایي، تر چاودنې وروسته یې دوه سپاره کسان ولیدل چې جامو یې اور اخیستی وو او له موټره کښته ولوېدل خو وایي نور کسان د پېښې له ځایه بې له کوم تاوانه وتښتېدل.

د دې چاودنې هدف تر اوسه نه دی معلوم او ذمه واري یې هم تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په تېرو دوو- درو کلونو کې په همدې دشتِ برچي سیمه کې پر یوه روغتون د برید په ګډون څو خونړۍ حملې شوې دي چې ذمه واري یې داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ هم د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه په وخت چاودنه شوې وه چې پکې لږ تر لږ درې کسان وژل شوي او پینځلس نور ټپیان شوي وو.

په وروستیو کې په افغانستان کې پر جوماتونو خونړیو بریدونو خلک اندېښمن کړي دي. د اکتوبر پر اتمه په کندوز ولایت کې د شیعه ګانو پر جومات په برید کې شاوخوا 50 ووژل شول او تر 140 زیات ټپیان شول. له هغه وروسته د د اکتوبر پر 15مه په کندهار کې هم د شیعه ګانو پر جومات په برید کې 50 کسان ووژل شول او 70 نور ټپیان شول.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG