لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

متقي:داسلامي امارت په منځګړتوب به دپاکستان اؤ ټي ټي‌ پي مذاکرات غوره پایلې ولري


دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ روغه جوړه کې دثالت یا منځګړي رول لوبوي اؤ هغه باور لري چې دا مذاکرات به غوره پایلې ولري.

اسلام اباد ته دخپل سفر په مهال دجیو ټیلي ویژني شبکې سره خپله یوه مرکه کې امیرخان متقي ویلي دامن ټینګښت اؤ دجګړې ختمیدل دټولو په ګټه دي.

داشرف غني دحکومت ختمولو دپاره چې کله داګست په میاشت کې دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو یرغلونه پیل کړل نو هغه مهال پاکستاني میډیا اؤ چارواکو دطالبانو په پرمختګونو خوشحالۍ ښودلې اؤ ویل یې که چرې طالبان په افغانستان واکمن شول نو دپاکستان په ضد جنګیدونکې ډله ټي ټي پي به دپاکستان سره پخلا کړي.

دخپلو جنګي پرمختګونو په مهال طالبانو دافغانستان د زندانونو څخه دپاکستاني طالبانو یو شمیر مهم بندي کمانډران اؤ جنګیالي خوشي کړې وؤ.

اؤ روانه میاشت په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه مخې ته راغلل چې دپاکستان اؤ ټي ټي‌ پي ترمنځ دافغان طالبانو په منځګړتوب دسولې خبرې پیل شوي دي.

دطالبانو دحکومت خارجه وزیر هم ددې خبرو پخلی کړی اؤ وایي په دې خبرو کې داسلامي امارت کوم غړی نه بلکې ټول اسلامي امارت دخپلې تګلارې له مخې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دپخلاینې په عمل کې دثالث رول لوبوي.

د جیو ټي‌ وي د رپورټ له مخې ښاغلي متقي ویلي چې په سیمه کې هیڅوک دا اجازه نه لري چې خلک دیو بل پرضد راوپاروي.

څېړونکي وايي د پاکستان دحکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځه د مذاکراتو عمل د افغان طالبانو حقاني شبکې لخوا ځکه ترسره کېږي چې د اسلام اباد د ې شبکې سره د وړاندې نه ښې اړيکې دي او بلخوا حقاني نټ ورک هم په ټي ټي پي واضحه اثر رسوخ لري.

څېړونکي نظر لري چې د حقاني نیټ ورک مشران د پاکستان په قبايلي سيمو کې دوئ سره يو ځائ پاتې شوي او بيا وروسته دتحريک طالبان پاکستان غړي هم دحقاني شبکې د سيوري لاندې د غربي ځواکونو پرضد په افغانستان کې جنګېدلي دي.

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته ویلي چې د پاکستان حکومت او د کالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان ترمنځه مذاکراتو کې دحقاني شبکې اثر رسوخ سېوا دی او دا به د دواړو فريقېنو ترڅنګ د افغان طالبانو لپاره هم ګټور وي.

نوموړی وایي د طالبانو حقاني شبکې سره د وړاندې نه د اسلام اباد اړيکې ښې وې ځکه چې دغه ډلی د پاکستان پرضد فعاليتونه نه دي ترسره کړي.

مطبوعاتو داسې رپورټونه ورکړي چې دپاکستان حکومت اؤ تحریک طالبان پاکستان دیوې میاشتې په اوربند سلا شوي خو زیاتره څېړونکي په دې نظر دي چې په تیرو وختونو کې هم کله دپاکستان حکومت ترهګرو یا تندروه ډلو سره دپخلاینې تړونونه کړي نو هغه ناکام شوي اؤ په دغه موده کې ترهګرې ډلې نورې هم پیاوړې شوي دي

XS
SM
MD
LG