د امریکې صدر جوبايډن د چين د صدر شي ژين پينګ سره په ويډيوي لنک ليدلي او خبرې اترې يې کړي دي. دا د جوبايډن د صدر جوړېدو وروسته د چين د صدر سره لومړۍ مخامخ خبرې شوي دي.
صدر جوبايډن په ننيو ويډيو کال خبرو کې وويل، "ماته داسې ښکاري چې زمونږ دواړو هېوادونو (امریکا او چين د مشرانو) زمه واري ده چې زمونږ ترمنځ سيالي په شخړه کې بدله نه شي، که دا په اداري او په غېر اداري توګه وي، يواځې ساده سيالي وي".
بايډن په خپلو خبرو کې ټينګار وکړو، چې دواړه دې ته اړتيا لري چې داسې تګلاره جوړه کړي چې د شخړو څخه ډډه وکړي په يو ځای کار وکړي په هغو ممکنه ستونزو باندې لکه د چاپیريال مسله چې ده.
د چين صدر شي هم منلې ده چې د دواړو غټو قوتونو ترمنځه ځينې مسلې شته، څنګه چې تمه کېده، نوموړي د هغه څه نه خپله دفاع کړې، کوم څه چې هغه د امریکا او نړيوالو څخه په ځان فشار ګڼي.
هغه وویل، "مونږ له پکار ده چې خپلمنځي ماملات په مخکې بوځو، خو د دې سره، چې زمونږ په اوږو نړيوالې زمه وارۍ دي، د هغې دپاره په شريکه کار وکړو، او د نړۍ د سولې او پرمختيا دپاره کار وکړو. او دا زمونږ د دواړو هېوادونو او ګردې نړۍ خواهش دی".
امریکا چين خپل سټراټیجيکي سيال ګڼي چې بيجنګ په نړۍ کې پوځي او اقتصادي غلبه ترلاسه کوي.
امریکا او چين په سفارتي، قانوني، ساينسي او اقتصادي شخړو کې ښکېل دي کوم څه چې د دواړو ترمنځ د بې ثباتۍ زياتېدو امکان لري.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د فکري او اقتصادي شخړې سره د تايوان، د جنوبي او ختيځ چين د سمندرونو په سر شخړې هم موجودې دي کومې چې وسله وال مخالفت ته رسېدی شي.
دواړو مشرانو د لسو منټونو/ دقيقو پورې د ترجمانانو د لارې ښکاره خبرې کړي دي.