لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼه: په ځايي مشرانو او ديني عالمانو د لاسي بم بريد کې اووه کسان ټپيان شوي


د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه کې د قبايلي مشرانو او دیني عالمانو د ناستې په ځای يا دفتر د لاسي بم بريد کې اووه کسان ژوبل شوي چې پکې د درېو حالت اندېښمن ښودل شوی دی.

حکومتي چارواکي وایي دغه برید نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (16 نومبر) غرمه په واڼه بازار کې د صحت د ضلعې مشر د دفتر سره نزدې د دیني علماو او د احمدزي قامي جرګې یو مخور مشر ملک جمیل وزیر په ځای شوی دی.

چارواکو ویلي ټپي شوي کسان د علاج دپاره د واڼه مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.

د روغتون چارواکو تایيد کړې چې اووه ټپي کسان د علاج لپاره روغتون ته راوړول شوي چې پکې درې د ابتدایي علاج کولو ورسته ډیره اسماعیل خان ته انتقال کړی شوي دي.

د روغتون سرچینې وايي په ټپیانو کې شمس الدین، سلیم، مولانا سیف الدین، بلال، ملک نورزمان جابر او مولانا سلطان شامل دي.

او د دغوټولو ژوبلو حالت د خطرې نه بهر دى.

پولیس وايي د پېښې ځای ته رسېدلي، برید کوونکي د پېښې له ځایه تیښتدلي، ټوله لارې بندې کړی شوي او د برید کوونکو پرضد چاڼنیز عملیات روان دي.

د واڼه سیمې مرستیال کمشنر بشير خان د قومي مشرانو او علماو تر څنګ د ټپيانو د درملنې په موخه په علاقه کې بېړنۍ حالت اعلان کړي او پولیسو ته يې په بريد کې د ککړو کسانو د ګرفتارولو ټینګار کړی او ناروغان یې د ډیره اسماعیل خان روغتون ته رسولو لارښونه کړې ده.

په فوري توګه د دې چاودنې زمه داري چا په غاړه نه ده اخستې او نه حکومتي چارواکو په چا تور پورې کړی دی.

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې په وروستيو میاشتو کې په امنیتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي او د زياترو پکې زمه واري لاقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان منلې وه.

خو په نهم نومبر د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د يوې مياشتې دپاره د ډزبندۍ اعلان کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG