لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا پاکستان ته د کرونا د مرستو په لړ کې 70 لکه ډالره نغدې مرستې ورکوي


USAID
USAID

امریکايي حکومت د نړیوالو مرستو ادارې (يو اېس اېډ) د لارې پاکستان ته 70لکه ډالره نغدې مرستې ورکوي، کومې چې به د کرونا وبا څخه اغېزمنو دپاره د اسيايي پرمختيا يي بېنک په پلان کې شاملولی شي.

د زیارت په ورځ (18نومبر) په اسلام اباد کې د امريکې سفارتخانې ويلي، د 70لکه ډالرو د نغدو مرستو ورکولو معاهدې دستوره په اسلام اباد کې شوې او د يو اېس اېډ مشن ډايريکټر جولي کوينين او اسيايي پرمختيايي بېنک د کنټري ډايريکټر يونګ معاهده لاسليک کړې ده.

ویل شوي دغه نغدې مرستې به په پاکستان کې د کرونا څخه اغېزمنو شوو خلکو ته د اسيايي پرمختيايي بېنک د لارې ورکولی او د پاکستان حکومت به یې د بېنظير انکم سپورټ فنډ پروګرام لاندې د فعاله احساس اېمرجنسي کېش پروګرام کې وېشي.

د يو اېس اېډ مشر ویلي، دغه مرستې به د کرونا وبا په وخت کې د کاربارونو بندېدو او بېروزګارۍ نه اغېزمن شوو او کمې امدن والو خلکو باندې د پاکستان حکومت د احساس پروګرام لاندې په نغدو مرستو کې خرڅ کوي.

امریکا له دې وړاندې هم پاکستان ته د کرونا د مخنيوي په لړ کې د کرونا ضد ویکسينو سره نورې مرستې هم ورکړي دي.

سفارتخانې ويلي، دغه 70لکه ډالره هم د امریکا د حکومت کرونا وبا څخه اغېزمنو هېوادونو د مرستو د شريکو هڅو برخه ده. او امریکې له دې وړاندې پاکستان ته د شپږ کروړه ډالرو مرستې ورکړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG