لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سندهـ اسمبلۍ دټي ټي ټي پي اؤ پاکستان ترمنځ دمذاکراتو په ضد قرارداد منظور کړی


دسندهـ ایالتي اسمبلۍ دپاکستان اؤ ترهګرې ډلې ټي ټي پي ترمنځ دسولې دمذاکراتو په ضد د رائیو په کثرت سره یو پرېکړه لیک یا قرارداد منظور کړی چې پکې دقام په اعتماد کې له اخستو پرته ددې مذاکراتو غندنه شوې دې ده.

دغه پرېکړه لیک چې دجمعې په ورځ دروغتیایي چارو دپاره دسندهـ پارلیماني سکتر قاسم سومرو پارلیمان ته وړاندې کړی ؤ،دپارلیمان زیاتو غړو یې په پلوۍ خپلې رایې ورکړې دي.

روانه میاشت په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې دپاکستان حکومت د زرګونو امنیتي عسکرو اؤ عامو خلکو په وژنه کې ککړو پاکستاني طالبانو سره دافغان طالبانو په منځګړتوب د سولې مذاکرات پیل کړي اؤ دواړو خواؤ د یوې میاشتې په اوربند اتفاق هم کړی دی.

پاکستان کې حکومت مخالف ګوندونه اؤ د ټي ټي پي ترهګریزو بریدونه کې د وژل شوؤ کسانو کورنۍ دحکومت لخوا ټي ټي پي سره دمذاکراتو سخته غندنه کوي اؤ دریځ لري چې دغه ترهګرې سره له مذاکراتو وړاندې باید پارلیمان کې په دې بحث وشي اؤ دعام ولس باور هم ترلاسه کړل

دسندهـ ایالتي اسمبلۍ نه ددې مذاکراتو په ضد منظور کړل شوي قرارداد کې ویل شوي چې ټي ټي پي سره دسولې داخبرې دقام په اعتماد کې له اخستو اؤ چا سره له مشورې پرته روانې دي.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو په اساس پرېکړه لیک کې ویل شوي چې دیوې داسې ډلې(تحریک طالبان پاکستان) سره دسولې خبرې چې زمونږ امنیتي ځواکونه اؤ سیاسي خلک یې وژلي،دقام دباور اؤ چاسره له مشورې پرته مناسب نه دي.

ښاغلي سراج قاسم سومرو وایي پاکستاني طالبانو سره له مذاکراتو وړاندې باید په دې پارلیمان کې خبرې وشي اؤ دا لړۍ دې د سندهـ ایالتي اسمبلۍ څخه هم په وړاندې لاړه شي.

پاکستاني طالبانو کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په ارمي پبلک اسکول دشوي ترهګریز برید پړه هم پغاړه اخستې وه چې ددغه اسکول دماشومانو په ګډون پکې لږ تر لږه ۱۶۰ کسان وژل شوي وؤ.

په دغه برید کې د وژل شوؤ ماشومانو میندې اؤ پلرونه دریځ لري چې ریاست د هغوئ د اولادونو دتوئیو شوؤ وینو چاته دبخښلو واک نه لري.

څيړونکي هم وايي د پاکستاني طالبانو سره وړاندې شوې معاهدې ناکامه شوي دي او د دغه تنظيم سره چې کله هم معاهدې شوي په دغه وخت کې يې بيا ځان نور پیاوړی کړی دی.

دڅېړونکو په وینا دا ځل چې هم د طالبانو سره مذاکرات د پارلیمان د مشورې پرته روان دي کم امکان لري چې اولسي ملاتړ ترلاسه کړي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته ویلي پاکستاني طالبانو سره اکثر له معاهدې ماتې شوې دي، ددې معاهدې په اړه پارليمان اعتماد کې نه دی اخستل شوې او تر څو چې داسې معاهدو کې پارليمان په اعتماد کې نه وي اخستل شوی د معاهدې کاميابيدل ګران وي۔

XS
SM
MD
LG