لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا د افغان طالبانو د تړ‎ل شوو پېسو پرانستو خواست رد کړ‎ی دی


امريکا ويلي افغان طالبانو چې کانګرس ته کوم خط ليکلې هغه د حقائقو خلاف دی، طالبانو د امریکا نه په پرانستي خط کې د تړ‎ل پېسو ورکولو غوښتنه کړ‎ې او د پېسو تړ‎ل یې د دوحې د تړ‎ون سرغړ‎ونه بللې وہ.

د افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي ټامس وېسټ ویلي په دغه لیک کې طالبانو د افغانستان د اقتصاد او په هېواد کې د انساني صورتحال په اړه د غلط بیانۍ نه کار اخیستی دی. هغه وویل د بده مرغه د اګست د میاشت نه مخکې هم د جنګونو، وچکالۍ او د کرونا وبا دلاسه افغانستان د بشري ناورین سره مخامخ وو.

ښاغلي وېسټ په افغانستان کې د ورستي صورتحال او د طالبانو په اړه خپل دریځ په داسې حال کې څرګند کړی چې د امریکې د کانګرس دوو غړو د ملګرو ملتونو نه غوښتي چې طالبان دې په رسمیت ونه پېژندل شي.

امير خان متقي د شورو/ چهارشنبې په ورځ (17 نومبر) امریکا ته په ليکلي پرانستي خط کې ویلي وو،

"مونږ په دې باور یو چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده نو ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي. مونږ اندېښمن یو چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان حکومت او ولس به له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي. او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي".

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير دغه خط په داسې حال کې ليکلي چې طالبانو په 15 اګست افغانستان نيولی دی. او بيا امریکې او غربي هېوادونو نزدې لس اربه ډالره تړلي دي.

د افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي ټامس وېسټ ویلي که طالبان د طاقت په زور حکومت کوي، ټول شموله حکومت نه جوړوي، د اقلیتونو او مېرمنو حقونو ته پام نه کوي او د ترهګرۍ په ضد ګامونه نه اخلي نو په رسمي ډول به ونه پېژندل شي.

د جمعې په ورځ په ټوېټر د پېغامونو په یوه کې لړۍ کې ښاغلي وېسټ وویل امریکا به د طالبانو سره په "صفا سترګو، رېښتېني" سفارتکارۍ ته دوام ورکوي خو طالبان هله "قانونیت او ملاتړ" ترلاسه کولی شي چې د ترهګرۍ په ضد ګامونه واخلي،‌ ټول شموله حکومت قایم کړي، د اقلیتونو، مېرمنو او جینکو د حقونو دپاره احترام ولري او مېرمنې وکړی شي چې تعلیم او روزګار ته رسايي ولري.

1/5 The Taliban’s letter to Congress earlier this week misconstrued the facts re Afghanistan’s economic & humanitarian crisis. Afghanistan was unfortunately already suffering a terrible humanitarian crisis before mid-August, made worse by war, years of drought, & the pandemic.

— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) November 19, 2021

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی او په افغانستان طالبانو د واکمنېدو نه پس په کابل کې مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې کړي او د مطبوعاتي رپورټونو په ځینو موقعو طالبانو د مظاهره کوونکو په ضد د تشدد نه هم کار اخیستلی دی.

په دې لړ کې د انساني حقونو فعالانو خبرداری کړی په تېرو شلو کلونو کې چې مېرمنو کوم حقونو ترلاسه کړي دي طالبان یې د بېرته اخیستلو کوښښونه کوي.

ښاغلي وېسټ وویل امریکا به د افغان ولس سره بشري امداد دوامداره ساتي او د ژمي په دې موسم کې به د افغانانو ضرورتونه د پوره کولو کوښښ کوي. هغه وویل سږ کال امریکې افغانستان سره د 474 مېلین ډالرو امداد کړی دی.

په افغانستان طالبانو د واکمنېدو نه پس نړیوالې ټولنې په عمومی ډول د افغانستان سره مالي مرستې ودرولي دي او نړیوالو ادارو په افغانستان کې د اقتصادي بدحالۍ او د افغانانو دپاره د صورتحال خرابېدو خبرداری کړی دی.

طالبانو هم نړیوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه کړې ده.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته امریکې د افغانستان د بېلینونو ډالرو مالیت اثاثې منجمد کړي دي چې دا ډول دغه پېسې د طالبانو په لاس ورنشي. امریکا وايي افغانانو سره مرستې به د طالبانو په لاس نا بلکې د امدادي ادارو په زریعه کوي.

دا هفته د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي د امریکاې کانګرس ته په یو خط کې غوښتنه وکړه چې امریکا دې منجمد شوي پېسې طالبانو ته ورکړي او که چېرې امریکا داسې ونکړي نو ملک به یې د سختو مشکلاتو سره مخامخ شي.

د طالبانو خارجه وزیر په خپل خط کې وویل "د پېسو نشتوالی به نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي. د پیسو له کنګل کیدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، معارف او نورو ملکي خدماتو هغه سیستمونه زیانمن کیدای شي چې عام ولس تري ګټه اخلي. د دغو زیربناوو په زیانمنیدو سره یوازې د افغانستان عام ولس ته زیان رسیږي او دا به له امریکا څخه د افغان ولس تر ټولو بده خاطره وي."

بلخوا د ملګرو ملتونو دپاره د طالبانو نامزد شوي استازي سهېل شاهین وي او ای ډیوه ته د جمعې په ورځ وویل طالبانو په تېرو شلو کلونو کې بهرنی فشار نه دی منلی او نه به یې په اینده کې ومني.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د طالبانو په رسمیت د منلو په مخالفت کې د امریکايي قانون سازانو لینزي ګراهام اؤ مایکل والټز په خط غبرګون کې سهیل شاهین ډیوه ته وویل که امریکایان داسې کوي نو دا د دوحې دسولې دتړون څخه ښکاره سرغړونه ده.

د امریکې په شمول نړیوالې ټولنې په طالبانو غږ کړی چې ټول شموله حکومت دې جوړ کړي.

په خپل ټوېټرې پېغامونو کې ټامس وېسټ وویل امریکايي مامورینو د کلونو راهسې طالبانو ته دا خبره واضحه کړې ده چې د نورو افغانانو سره د مذاکراتو په ځای که چېرې طالبان په زور د واک نیولو تکل کوي نو افغانستان چې عن تر بنیادي ضرورتونو پورې په خارجي امداد انحصار لري، دغه امداد به وتړل شي.

ټامس وېسټ وویل په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه پس هم دغسې شوي او د نړیوالې ټولنې طالبانو سره مرستې تړلې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG