لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان: د جینکو په سکول کې چاودنه شوې


د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه سره نزدې د همزوني علي خېلو په سیمه کې د جینکو په یو دولتي ښوونځي کې بمي چاودنه شوې اوچارواکي وایې چاودنې د سکول په ودانۍ کې د ښځینه استازانو کوارټر یا استوګنې ځایونو ته زیان اړولې دی.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر عقیق حسین تایید کړه چې دا پېښه د تیر زیارت او جمعې ترمینځه شپه کې د همزوني په علي خیلسیمه کې شوې دہ

او نامالومو کسانو د محمد شېرکوټ د اتم ټولګي دولتي نجونو ښوونځي کې د ښځینه استازانو د کورونو سره نزدې چاودېدونکي توکيځای پر ځای کړي وو. او د شپې نا وخته وچاودېدل چې له امله یې د ښځینه استازانو کورونو ته زیان اوښتی دی

د پولیسو مشر وي او اې ډیوه ته وویل د پیښې پرمهال سکول کې څوک موجود نه وو ځکه کومه مرګ ژوبله نه ده پکې رامینځ ته شوې.

هغه وویل دا د ترهګرۍ پیښه ده او مقدمه د ترهګرۍ پرضد پولیسو ته لیږل شوې او پلټنې یې پیل کړي دي.

په سمداتي توګه د دې چاودنې زمه داري چا په غاړه نه ده اخستې او نه حکومتي چارواکو په چا تور پورې کړی دی.

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې په وروستيو میاشتو کې په امنیتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي او د زياترو پکې زمه واري لاقانونهګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان منلې وه.

خو په نهم نومبر د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د يوې مياشتې دپاره د ډزبندۍ اعلان کړی دی. خو بیا هم د خېبر پښتونخوا اوبلوچستان صوبه کې د ناامنۍ پیښې رپورټ کیږي چې زمه واري یې داعش ډلې منلې،

داعش د ستمبر د مياشتې وروسته په باجوړ کې د بريد، په کوهاټ کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پوليس د وژنې، په پېښور کې د يو سیک اويو تاڼدار د وژلو ترڅنګ په جنوبي وزيرستان کې د يو شيعه ځوان د وژلو زمه وارۍ منلي دي. د دې ترڅنګ يې په بلوچستان صوبه کې همپه امنیتي سرتيرو د بريدونو پړه په غاړه اخستې ده.

همزوني د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه نیزدې درې کلومیټره لرې سویل لودیز سیمه ده او دغلته د پاکستان پوځ کال کې عملیاتکړي او عملیاتو په پایله کې دغه سیمه پاکه ګرځول شوې

د پخوانۍ فاټا د تعليم د محکمې چارواکو وي او اې ډيوه ته په وروستیو کې ويلي وو، د وسلہ والو لخوا په مکمله يا جزوي توګه د ورانوسکولونو شمېر 1,400 وو خو موجوده حکومتي چارواکي وايي چې په دغو ورانو سکولونو کې زياتره بيا جوړ شوي او يا هم پرې کار رواندی.

په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې په چاودنه وران کړی شوی د جینکو یو هايي سکول 13 کاله ورسته د تیر اګست په میاشت کې بیرتهد زدکړو لپاره پرانستل شوی.

هغه مهال د شمالي وزیرستان د تعلیم د څانګې يو چارواکی فدا وزیر ویلي ؤ د شمالي وزیرستان په ضلعې مرکز میرانشاه کې د جینکویواځينی سکول په کال 2008 کې په بمونو سره الوزول شوی وو، او د اګست میاشتې په 18م نېټه بیرته پرانستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG