لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکعبې شریفې پخواني امام الشیخ عادل بن سالم فلم کې کار کړی دی


دکعبې شریفې پخواني امام الشیخ عادل بن سالم بن سعیدالکلباني په دې وروستیو کې سعودې کې راجوړې شوې دساعت تیري میلې ته وړاندې کړل شوي یو اشتهاري یا تبلیغاتي فلم کې کار کړی دی.

فلم کې دکار کولو پسر په الشیخ عادل بن سالم په ټولنیزو رسنیو کلکې نیوکې روانې دي خو هغه پوښتنه کړې ده چې ایا هولي ووډ ته به لاړ شي که نه؟

د۲ دقیقو اؤ ۴۱ثانیو په دې ویډیو کلپ کې چې دسعودي عرب دفلمي صعنت اؤ دعمومي ساعت تیري د ادارې مشر ترکي ال شیخ دخپل ټویټر اکاونټ څخه خپور کړی دکعبې پخوانی امام دفټبال دلوبغاړو اؤ نورو هنرمندانو سره یو ځائ په دغه فلم کې راڅرګندیږي.

بیلابیلې رسنۍ وایي دا فلم د ریاض دساعت تیري دمیلې دسیزن” کومبیټ فیلډ” زون ۲۰۲۱ د پروموشن یا ودې دپاره جوړ کړل شوی دی.

په دې خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې فوځیان دجګړې میدان کې په جګړه بوخت دي اؤ په یو بل ډزې کوي.

هم په دغه صحنه کې دکعبې امام راښکاره کیږي چې پوځي دریشي یې اغوستې وي اؤ په زره بین کې دجګړې جاج اخلي.

په ټویټر چې کله دا ویډیو کلپ ترکي ال شیخ خپور کړو نو دکعبې پخواني امام ورته د ټوقې په انداز لاندې خپله تبصره کې لیکلي”څه فکر کوې زه هالیووډ ته تللی شم؟”

په یاده ویډیو د ټویټر یو صارف خپله تبصره کې لیکلي” الله دې تاته لاره وښایي اؤ ستا زړه دې پرانزي”

یو بل دټویټر کارکوونکي لیکلي “په دې ویډیو کې ستاسو موجودیت عجیبه دی”

د رانده احمد په نوم یوه میرمنه په ټویټر لیکي شیخ عادل بن سالم بن سعید الکلباني په ریاض کې د پاچا خالد جومات پخوانی امام او مبلغ دی او په مکه مکرمه کې په حرم شریف کې له 1429 هجري کال راهیسې د تراویح د لمانځه د امامت لپاره ګمارل شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG