لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر بایډن له طبي معاینې وروسته دصدارت ذمه وارۍ بېرته سمبالې کړې


دامریکې صدر جوبائیډن دجمعې په ورځ دمعمول دیوې بدنې معایني لپاره له وړې دمې دوروسته خپلې صدارتي ذمه وارۍ بېرته په لاس کې اخستي دي.

تر دې دمخه صدر بائیډن د “کولونو سکوپي” دمعاینې په مهال له بې هوشه کیدو وړاندې دایین له مخې خپل صدارتي اختیارات مرستیالې صدرې کامله هیرس ته سپارلي وؤ.

دسپینې ماڼۍ نه دخپور شوي یو بیان له مخې دلږې شیبې لپاره دصدر بائیډن بې هوشه کولو ته اړتیا وه.

دبائیډن دا طبي معاینه د واشنګټن سره پیوست په میري لینډ ریاست کې په والټر ریډ نیشنل پوځي طبي مرکز کې ترسره شوې ده.

دسپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکتر جین ساکي یوې خبري غونډې ته ویلي دسهار په ۱۱بجو اؤ ۳۵ دقیقو صدر بائیډن مرستیالې صدرې هیرس ته زنګ ووهلو اؤ هغې ته یې وویل چې هغه له طبي معاینې وروسته په هوش کې راغلی اؤ اوس ښه دی نو ځکه دخپلو ذمه واریو په لاس کې اخستو ته چمتو دی.

دجین ساکي په وینا دصدر بائیډن له بدني معاینې وروسته روغتیایي ماهرین یو جامع رپورټ تیاروي چې دا به د رسنیو په واک کې هم ورکولی شي

XS
SM
MD
LG