لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان زرګونو سرکاري ملازمینو ته د درو میاشتو تنخا یو ځای ورکوي


واشنګټن ـــ د طالبانو د مالیې وزارت په داسې وخت کې چې له اقتصادي بحران سره مخ دی اعلان کړی چې د افغانستان ټولو سرکاري ملازمینو ته به د تېرو درو میاشتو تنخاوې په یو ځای ورکړي.

رایټرز خبري ایجنسۍ وایي په تېره اګست میاشت کې چې طالبانو واک په لاس کې واخیست له هغه راهیسې په سرکاري دفترونو کې زرګونو کارکوونکو ته لږ تر لږه د تېرو درو میاشتو تنخاوې نه دي ورکړل شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي "د اسلامي امارت د مالیې وزارت وایي چې سر له نن [خالي- شنبې] څخه د ټولو دولتي کارمندانو د 3 میاشتو (سنبلې، میزان او عقرب) معاشات په یوه ځای اجراء کیږي".

رایټرز وایي دا تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبان ټولو سرکاري ملازمینو ته د درو میاشتو د تنخاوو پیسې له کومې خوا پیدا کوي، ځکه چې وایي د طالبانو تر کنټرول مخکې هم لا د ملکي برخې ډېرو کارکوونکو د تنخاوو نه اخیستو شکایت کړی وو.

خو د طالبانو د مالیې وزارت وایي د خپل حکومت په تېره څه کم درې میاشتنې موده کې یې سرکاري محصولات زیات شوي دي. د مالیې وزارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"په تېرو درو میاشتو کې مو د خپل کار په ۷۸ ورځو کې 26.915 اربه افغانۍ [288 میلینه ډالر] عواید تر لاسه کړي، زموږ محصولایت ورځ په ورځ زیاتېږي، ځکه مو یواځې د تېرې چارشنبې په ورځ [د نومبر 17مه] 557 میلینه افغانۍ [5.9 میلینه ډالر] عواید تر لاسه کړل".

انعام الله سمنګاني په یو بل ټویټ کې لیکلي چې له دندو د ګوښه یا تقاعد شویو سرکاري ملازمینو تنخاوې به هم ژر پیل کړي، خو وایي په دې برخه کې څه تکنیکي ستونځې دي او د هغو پر حل کولو د مالیې وزارت کار روان دی.

افغانستان د امریکې په بېنکونو کې شاوخوا نهه نیم اربه ډالره لري، خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته امریکې هغه شتمني کنګل کړې او د طالبانو حکومت ته یې نه ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي دوې ورځې وړاندې د امریکې کانګرس ته په یوه خط کې لیکلي وو،‌ چې د دوی د کنګل شویو پیسو په ازادولو کې مرسته وکړي، خو امریکې یې دا غوښتنه رد کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ وړمه شپه په خپلو څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي،‌ چې طالبانو کانګرس ته پخپل لیک کې غلط بیاني کړې او وایي د هغوی حکومت به په رسمیت ونه پېژني خو له افغان ولس سره بشري مرستې به روانې ساتي. ښاغلي ټامس ویسټ لیکلي:

"امریکا به د طالبانو سره په روڼو سترګو سپېڅلې سفارتکارۍ ته دوام ورکوي خو طالبان هله قانونیت او ملاتړ تر لاسه کولی شي چې د ترهګرۍ په ضد ګامونه واخلي،‌ ټولګډ حکومت جوړ کړي، د اقلیتونو، ښځو او نجونو د حقونو دپاره احترام ولري او ښځې وکړی شي تعلیم او روزګار ته رسايي ولري".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، اقتصادي ستونځې ورته له تېر حکومته پاته دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي،‌ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ چې دا مني چې افغانستان د اګست تر نیمايي مخکې هم له اقتصادي ستونځو سره مخ وو،‌ نو وایي‌ " ښه به وي چي د ستونزو د حل لپاره هرڅوک خپل مسئولیت ادا کړي".

د یادونې وړ ده چې جرمني او هالېنډ د افغانستان د تعلیمي ادارو استادانو او روغتیایي کارکوونکو ته د تنخاوو ورکولو ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي په مخامخ توګه د دغو تنخاوو د ورکولو په اړه به له خپلو نړیوالو ملګرو سره بحث وکړي.

طالبانو د جرمني او هالېنډ د دې اعلان هرکلی کړی وایي او وایي حکومت به یې ملازمینو ته د دغو تنخاوو په رسولو او شفافیت کې بشپړه مرسته کوي خو دا یې نه دي ویلي چې سرکاري ملازمینو ته پيل کړې تنخاوې همدغه د جرمني او هالېنډ مرسته ده که نه د دوی له خپلو محصولاتو یې ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG