امریکا په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې دمشر ثناء الله غفاري په شمول د دریوؤ مشرانو نومونه د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامل کړي دي۔
دافغانستان پخوانی مرستیال صدر امرالله صالح وایي چې ثناء الله غفاري د کال 2015م پورې دحقاني شبکې غړی ؤ او دهغوئ نه به يې مرسته او لارښونه ترلاسه کوله۔
امرالله صالح په ټویټر لیکلي چې دغه تن د پېشې په لحاظ سره انجينير دی او کورنۍ يي په پاکستان کې مېشت ده۔
د امريکا لخوا داخستل شوي دې ګام په هکله په پاکستان کې څېړونکي وايي چې دې سره به داعش ډله افغانستان پورې محدوده پاتې شي او د نړۍ نورو ملکونو کې دفعاليتونو توان به نه لري۔
دڅېړونکو وینا ده چې دداعش په بشپړه توګه د مخنيوي لپاره بايد د غربي ملکونو ترڅنګ ګاونډي هېوادونه هم په ګډه کار وکړي۔
دامريکې د بهرنیو چارو وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ دداعش خراسان ديو لوړ پوړي مشر ثنا الله غفاري ترڅنګ ددغه شبکې دنورو غړو سلطان عزيز اعظم او مولوي رجب نومونه هم دترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامل کړي دي۔
دبندیزو لاندې راغلي دداعش دا غړي به اوس نه شي کولی چې هیڅ ډول هغو شتمنيو ته لاس رسی وکړي کومې چې په امریکا کې وي يا د امریکا سره تړلې وي۔
په دې هکله د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وايس اف امريکا ډيوه نيوز ته وايي دا مهال داعش خراسان د افغان طالبانو او امريکا ګډ دښمن دی.
هغه وايي د امريکا لخوا اخيستل شوي دې ګام سره به اوس داعش ونه کړل شې چې د امريکا او طالبانو پرضد فعالیتونه وکړي یا هم دځان دلاغښتلتیا اؤ پیاوړتیا لپاره بهرنیو هېوادونو څخه او په دې منطقه کې پېسې راجمع کړي۔
" داعش که په افغانستان کې وي نو دا ټيک ده چې طالبانو ته يې سپارلي دي چې تاسو به دا ختم کړئ خو که داعش بهر ځي لکه ايران شو، عراق شو يا ترکي طرف ته نو دا ټوله سيمه به غېر مستحکم کوي لکه څنګه چې په شام کې روان دي"
هغه وایي "زما په خيال د امريکا له اړخه دا ګامونه اوچتېدل ددې بنيادي کوشش دا دی چې داعش د افغانستان نه بهر ونه ځي او د امريکا لپاره څه خطر جوړ نه شي، نو دا يو مظبوط ګام په دې دی چې د داعش مالي مرستې کول به ډېره ګرانه شي هغو خلکو ته چې کوم د داعش پرمختګ غواړي په افغانستان کې"
ثناء الله غفاري، چې په ثناء الله يا شهاب المهاجر مشهور دی د کال 2020م د مئ مياشتې څخه د داعش خراسان مشري کوي۔
امريکايي استخباراتو د روان کال په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ د مخنیوي د چارواکو سره د غفاري په اړوند مالومات شريک کړي وؤ چې هغه د کابل نه بهر فعاليت لري او ځالې يې جوړې کړي دي۔
بلخوا د افغانستان پخواني نايب صدر امرالله صالح په خپل يو ټويټ کې ويلي چې ثناءالله غفاري د کال 2015م پورې د حقاني شبکې غړې وو او د هغوی نه به يې مرسته او لارښونه ترلاسه کوله۔
نوموړي دعوه کړې ده چې دغفاري کورنۍ پاکستان کې میشت ده خو پاکستان لا په سمدستي توګه په رسمي ډول په دې دعوه څه غبرګون نه دی ښودلی.
د دې ترڅنګ د امریکا د خزانې وزارت د ګل په ورځ په عصمت الله خالوزي هم بندېزونه لګولي او ويل شوي هغه د داعش خراسان دپاره مالي مرستې برابروي۔
داهم ويل شوي چې عصمت الله خالوزی د داعش د لوړ پوړو چاوراکو مشن په وړاندې وړي او د بهرنیو جنګيالو د تګ راتګ دپاره زمينه برابروي۔
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وتلی خبريال حق نواز خان وايس اف اومريکا ډيوه نيوز ته وايي چې د افغان طالبانو ترڅنګ مغربي دنيا او ګاونډي هېوادونو ته هم پکار دي چې د داعش مخنيوي لپاره ګامونه واخلي ځکه چې د افغان طالبانو دعلمياتو له امله دغه تندروه ډله په نورو ملکونو کې هم ځالې جوړولی او فعالیتونه کولی شي۔
خبریال حق نواز وایي چې ګاونډي هېوادونو پاکستان، ايران، تاجکستان، ازبکستان، روس، چين او تر هند ته په ګډه پکار ده چې دداعش مخه ونیسي.
هغه وایي که چرې دسیمې ګاونډي هیوادونه داعش ته یو نه شي نو له افغانستانه کې داعش تېښته کوي زیات احتمال شته چې بیا به هم دسیمې په دغو هیوادونو کې ځانته ځالې ګوري
"لکه څنګه چې طالبان يا القاعده هغه بيا پاکستان ته راغلل او د ټولو نه زيات نقصان يې په پاکستان کې پښتنو ته ورسېدو"
هغه زیاتوي "نو زما په خيال دا په افغانستان کې يوازې د طالبانو کار په دې نه دی چې دغه ځای (افغانستان) نه اوځي نو بل ځای کې به ساه واخلي او واپس به بيا راشي"
داعش خراسان چې په افغانستان کې فعالیتونه لرل، د کال 2020ن په نيمايي کې امریکې او طالبانو دغه ډله په شا تمبولې وه خو د اګست په مياشت کې د امريکا د افغانستان څخه له وتلو وروسته دا ډله بیرته فعاله شوې ده۔
تيره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړ پوړې استازې ويلي وؤ داسې ښکاري چې داعش به ډېر زر د افغانستان په ټولو صوبو کې فعالیتونه ولري۔