لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپایي اتحادیه:پاکستان دې وښایي چې دکرکې خورونکو په ضد یې څه کړي دي؟


FILE - European Union flags flutter outside the EU Commission headquarters in Brussels, Belgium, May 5, 2021.
FILE - European Union flags flutter outside the EU Commission headquarters in Brussels, Belgium, May 5, 2021.

اروپایي اتحادیې پاکستان کې دبشري حقونو په وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې اؤ پوښتنه یې راولاړه کړې چې دپاکستان حکومت دکرکې خورونکو په ضد څه ګامونه اخستي دي؟

پخپل یو بیان کې اروپایي اتحادیې ویلي چې پاکستان کې په وروستي مذهبي تندلاریتوب اؤ د زغم په نشتوالي اندېښنه لري.

اروپایي اتحادیې دا بیان وروسته له هغې جاري کړی چې اوړمه ورځ دپاکستان دپنجاب ایالت په سیالکوټ سیمه کې دیوې کارخانې دننه په سوؤنو راپاریدلو ملازمانو ددغه کارخانې سریلنکن منیجر پريانتا کمارا دمذهب دسپکاوي په تور په تشدد وژلی اؤ بیا یې دهغه مړی سوځولی ؤ.

سږکال داپريل مياشت کې د یورپي هيوادونو پارليمان پاکستان کې د لږکیو په ضد دتشدد پيښو کې داضافې او دمذهب دسپکاوي دقانون نه دناوړه ګټې اخستو پسر پاکستان لپاره جي ايس پي پلس ته د بياکتنې قرارداد هم منظور کړى ؤ.

اروپایي اتحادیه دپاکستان نه غوښتنه لري چې دمذهب دسپکاوي قانون ته بیا کتنه وکړي خو دپاکستان حکومت دمذهب د سپکاوي دقانون دفاع کوي اؤ دغه قانون ته د بيا کتنې يا دې کې د بدلون غوښتنه یې رد کړې ده.

اروپایي اتحادیې پخبل تازه بیان کې دپاکستان دننه د رایې په څرګندؤلو اؤ په صحافت لګیدلو بندیزونو باندې هم اندېښنه ښودلې اؤ ویلي یې دي چې په زوره بې درکۍ ،تشدد اؤ دانصاف لاره کې خنډان د زغملو وړ نه دي.

پاکستان کې دننه پخپله خبریالان هم وایي چې دنور هرکله په پرتله دا مهال پاکستان کې صحافت دسختو بندیزونو اؤ غیراعلانیه سنسرشپ سره مخ دی خو حکومت دا تورونه ردوي اؤ دعوه کوي چې دصحافت څانګې ته یې دپرمخ تللیو هیوادونو نه هم زیاته ازادي ورکړې ده.

تر دې دمخه دبشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل هم دسيالکوټ پېښه په سختو ټکو غندلې او دپاکستان په کچه دبشري حقونو تنظيم ايچ ار سي پي ددغه پيښې پسر دپاکستان د رياست کردار بزدلانه يا ډارن ګرځولى دی.

د ايچ ار سي پي بيان کې دپاکستان د رياست څخه دتندروه مذهبي ډلو د ملاتړ نه دلاس اخستو غوښتنه هم شوې ده.

دپاکستان دخزانى پخوانى مرکزي وزير حفيظ پاشا دخالي په ورځ وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي د سيالکوټ پيښې له امله نړۍ کې د پاکستان بد انځور خور شوی دی.

هغه ویلي وړاندې نه يورپي پارليمان ته د وړاندې شوي قرارداد دلارې پاکستان کې د لږکيو سره دتوپيري چلند او دمذهب دسپکاوي دقانون نه دناوړه استفادې پيښو کې د راغلي زياتوالي پسر د پاکستان لپاره دغه اسکيم ته د بياکتنې خواست شوی دى اؤ دا پېښه دپاکستان انځور نور هم خرابوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG