د کرونا وايرس نوی ډول اوميکرون چې په جنوبي افريقه کې په وروستيو کې مخې ته راغلی، د نړۍ ګڼو ملکونو ته رسېدلی دی، او نورو ملکونو بيا د جنوبي افریقې نه په پروازونو بندېزونه لګولي دي.
د صحت د چارو پوهانو ويلي، د کرونا وايرس دا ډول ډېر په تېزۍ سره خوریږي، او د صحت نړيوالې ادارې ويلي د کرونا دغه ډول 38 ملکونو ته رسېدلی دی.
هغه کمپنۍ چې د کرونا ضد ويکسين يې جوړ کړي، څيړنې يې پېل کړي چې دغه ويکسين د کرونا د نوي ډول پرضد کار هم کوي که نه کوي.
د خبري ادارې اېسوسي اېټډ ترمخه په جنوبي افريقه کې مالوم شوی د کرونا اومیکرون ډول په اسټریلیا، هانګ کانګ، جاپان، جنوبي کوريا، سنګاپور او مليشيا کې هم ښکاره شوی دی.
د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په هند کې د کرونا اوميکرون ډول مالوم شوی دی.
په اسټريليا کې ويل شوي د اوميکرون لومړۍ پېښه د خالي/ شنبې په ورځ په سډني کې مالومه شوې ده.
او په هند کې د زيارت په ورځ د اوميکرون د لومړۍ پېښې وروسته د خالي په ورځ درې نورې پېښې هم چارواکو تایيد کړي دي.
په 15 پورپي هېوادونو کې هم د اوميکرون پېښې تاييد شوي دي.
د اسرایل د صحت د وزارت چارواکو هم ويلي، په اووه کسانو کې د اوميکرون ډول مالوم شوی، او ويل شوي په دوی کې څلورو کسانو د وړاندې نه ويکسين نه وو لګولي او دوی په وروستيو کې د افريقې نه بيرته ستانه شوي وو.