لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلی فرهنګي،ادبي اؤ سیاسي شخصیت نظار یوسفزئ وفات شو


وتلی پښتون ټولنیز شخصیت،سیاسي اؤ ادبي فعال نظار یوسفزی د زړه د دورې له امله وفات شوی اؤ ټاکل شوې ده جنازه یې نن د زیارت په ماذیګر بجې پخپل پلرني کلي شاه منصور صوابۍ کې کیږي.

پښتنو سیاستمدارانو،لیکوالانو،شاعرانو ،خبریالانو اؤ مدني فعالانو دهغه مړینه پښتو اؤ پښتنو ته یو ستر زیان ګرځولی اؤ د ژبې،قام،ادب اؤ کلتور لپاره یې دهغه خدمتونه په زرینو ټکو ستایلي دي.

نظار یوسفزی د یوې اوږدې مودې راهسې له وطن لرې په عرب امارات دوبۍ کې دمسافرۍ ژوند کولو اؤ څلور ورځې وړاندې دهغه بل ورور هم په صوابۍ کې وفات شوی ؤ چې نوموړی یې دجنازې اؤ فاتحې مراسمو لپاره دا مهال کلي ته راغلی ؤ.

ښاغلي یوسفزي په متحده کې دعوامي نیشنل ګوند دعمومي سکتر عهده دیوې اوږدې مودې راهسې پرمخ وړله اؤ ددې ترڅنګ یې د پښتو شمشاد ټیلي ویژن سره دخبریال په توګه هم ذمه وارۍ ترسره کولې.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان دنظار یوسفزي په مړینه خفګان ښودلی اؤ وایي ښاغلی یوسفزی په قام اؤ وطن مئین انسان ؤ چاچې په مسافرۍ کې د (باچاخان)بابا دفکر اؤ قامولۍ تبلیغ دژوند مقصد جوړ کړی ؤ

په متحده عرب اماراتو کې د پښتو د زیاتره ادبي اؤ کلتوري پروګرامونو دمنظم په توګه یې زیات شهرت موندلی ؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو هم زیات چټک اؤ فعاله ؤ.

وتلي پښتون ملت پاله سیاستمدار افراسیاب خټک دهغه په مړینه د ژورې غمرازۍ ښکاره کولو په ترڅ کې ویلي نظار یوسفزی ټول ژوند ژوند ، دیارانو یاراؤ پخپل وطن اؤ ولس یو داسې مئین ؤ چې ځان پسې یې غرونه غرونه غرونه یادونه ترشا پرېښودل

په ټولنیزو رسنیو دپښتو وتلو شاعرانو ،لیکوالانو، سیاستمدارانو اؤ ټولنیزو فعالانو د نظار یوسفزي په مړینه دخفګان څرګندونې کړي اؤ د پښتو ژبې، ادب اؤ کلتور دپاره یې دهغه خدمتونه ستایلي دي.

یوشمیر هنرمندانو اؤ سیاسي فعالینو دهغه عکسونه هم په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي اؤ ورسره یې دهغه په مړینه دپښتنو ساندې لیکلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG