لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملاله یوسفزۍ: موږ د طالبانو نه، د پښتنو استازیتوب کوو


واشنګټن ـــ د پښتنو په اړه د پاکستان د وزیراعظم عمران خان وروستیو خبرو ته په جواب کې د سولې نوبل جایزه ګټونکې او د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ویلي، دا د طالبانو نه بلکې د پښتنو استازیتوب کوي.

د دسمبر پر 20مه پخپل یو ټویټ کې ملالې یوسفزۍ ویلي، کله چې طالبانو په سوات کې د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی وو، نو دې یې په خلاف مبارزه کوله او نیژدې وو چې خپل ژوند یې پکې بایللی وای. ملالې لیکلي:

"په زرګونو پښتنو فعالانو او نامتو کسانو د طالبانو د وحشتونو په ضد د ږغ پورته کولو له کبله خپل ژوند وبایله او په میلینونو نور کډوال شول".

عمران خان د دسمبر پر 19مه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ته پخپله وینا کې طالبانو د پښتنو تحریک وباله. ملالې یوسفزۍ د هغه دې خبرې ته په جواب کې لیکلي:

"موږ د پښتنو استازیتوب کوو، نه د طالبانو".

عمران خان د او ای سي کانفرنس ته د افغانستان د روانو په اړه له نورو خبرو سره سره وویل، چې که نړۍ په دې هېواد کې بشري او د ښځو حقونو ته ګوري باید د افغانانو کلتور په پام کې ونیسو:

"که موږ د دغو خلکو [پښتنو] کلتوري ارزښتونه په پام کې ونه نیسو حتی که وظیفه هم ورکړل شي خپلې لوڼې به سکول ته ونه لېږي، خو که یې کلتور په پام کې ونیول شي بې له وظیفې به لوڼې سکول ته ولېږي".

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزی هم د امن، د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوي، هغه وایي د عمران خان دا خبره چې طالبان د پښتنو تحریک دی دا ډېر زیاتوب دی. د پاکستان له ډیجیټل مېډیا «نیا دور» سره په خبرو کې ضیاء الدین یوسفزي ویلي:

"داسې بیان چې هیڅوک هم ورسره اتفاق نه کوي، که خپله له طالبانو پوښتنه وشي چې آیا تاسې پښتون تحریک یئ هغوی به یې ونه مني، هغه د پښتنو تحریک نه بلکې یو توندروه، پوځي جهادي مذهبي تنظیم دی چې په زور او زبردستۍ باور لري، د اسلام په اړه د هغوی خپله نظریه ده چې مسلط کول یې غواړي".

د عمران خان وروستیو څرګندونو ته د افغانستان مخکیني‌ ولسمشر حامد کرزي، د اشرف غني د تېر حکومت مرستیال امرالله صالح، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او ګڼ شمېر نورو سیاستوالو او فعالانو غبرګون څرګند کړی خو خپله عمران خان یې په جواب کې تر اوسه څه سپیناوی نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG