لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترکي او قطر د افغانستان د هوایي ډګرونو د سمالېدو لپاره کابل کې له طالبانو سره خبرې کوي


واشنګټن ـــ د ترکي‌ او قطر یوه تکنیکي ډله د کابل او څلورو نورو هوایي ډګرونو د سمبالولو لپاره له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلې ده او ویل کېږي چې دواړو هېوادونو د دغو هوایي ډګرونو د سمبالولو لپاره یو تړون هم لاسلیک کړی دی او وایي تمه ده ژر به یې فعال کړي.

د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وایي، د افغانستان د پینځو نړیوالو هوايي ډګرونو د امنیت او سمبالېدو په اړه د ترکي او قطر له تکنیکي ډلو سره د دغه وزارت د چارواکو خبرې روانې دي.

د ټرانسپورت وزارت ویاند امام الدین احمدي نن د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ترکي او قطر ګډ تکنیکي ټېم د افغانستان د هوايي ډګرونو د امنیت او سمبالېدو په اړه د خبرو لپاره تېره ورځ کابل ته رسېدلی دی.

ښاغلی احمدي وایي د ترکي او قطر له ګډ تکیکي ټېم سره نن د افغانستان د پینځو هوايي ډګرونو د قرارداد په اړه غونډه شوې او وایي تمه ده دا غونډې به نورې هم دوام ولري، چې د افغانستان د ګټو په چوکاټ کې ورسره هوکړې ته ورسېږو:

"د میدانونو د هوایي حریم، د سمبالولو او نورو تکنیکي اړخونو او د قرارداد په اړه ورسره خبرې کوو، امید شته چې مثبتې نتیجې ته به سره ورسېږو".

په دغو هوايي ډګرونو کې د کابل د نړیوال هوايي ډګر به ګډون د هرات، مزارشریف، کندهار او د خوست هوايي ډګرونه شامل دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغو هوایي ډګرونو فعالیتونه ټکني شوي او له افغانستان سره نړیوالې سوداګریزې الوتنې هم پخواني حالت ته نه دي راغلي.

ترکي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې هم د کابل د نړیوال هوایي ډګر د سمبالولو او د امنیت د ټینګښت لپاره تیاری ښودلی وو.

د اګست له پینځلسمې را وروسته د کابل له نړیوال هوايي ډګره د امریکې او ځینو نورو لوېدیځو هیوادونو له خوا د زرګونو افغانانو د ایستلو پر مهال دغه هوایي ډګر ته ډېر زیان رسېدلی او د رېډار سیسټم یې خراب شوی دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ترکي او قطر تکنیکي ټیمونو د کابل د هوایي ډګر په بیرته پرانستلو او پروازونو ته په تیارولو کې همکاري کړې وه.

د ترکي د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د دسمبر پر شلمه له خپل ملایشیایي سیال سیف الدین عبدالله سره په انقره کې ګډې خبري غونډې ته ویلي وو، ترکي او قطر ژمنه کړې چې په افغانستان کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ګډون د پینځو هوایي ډګرونو د سمبالولو لپاره ګډ کار وکړي.

د ترکي د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې یو ترکي او یو قطري شرکت د کابل د هوایي ډګر په ګډون د افغانستان د پینځو هوایي ډګرونو د سمبالولو لپاره یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

د اشرف غني د تېر حکومت پر مهال د افغانستان له هوايي حدودو څخه هره ورځ په زیات شمېر الوتکو ټرانزیټ یا عبوري الوتنې کولې چې د هرې الوتکې له تېرېدو سره به دغه هیواد ته اووه سوه امریکايي ډالر د رېډار د خدمتونو لپاره ورکول کېدل.

رایټرز خبري ایجنسۍ تېره اوونۍ پخپل رپوټ کې ویلي وو چې د متحده عربي اماراتو چارواکو هم د کابل د نړیوال هوایي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره د طالبانو سره چارواکو سره تماس نیولی دی.

رپوټونه وایي که څه هم چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر سمبالول لږ اقتصادي ګټې لري خو کوم هیواد چې یې د چارو تر سره کولو ذمه واري پر غاړه اخلي دا موقع په لاس ورځي چې افغانستان ته د تلونکو راتلونکو کسانو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG