طالبانو په کابل کې د اتوار/ يکشنبې په ورځ (27دسمبر) د شخصي ټيلي ويژن نورين ټي وي جوړونکی مالک او مشر محمد عارف نوري د خپله کوره نيولی، او زوي يې ويلي د هغه تراوسه هیڅ درک نشته.
د عارف نوري زوي رومان نوري ويلي، طالبانو يې په کابل کې په کور چاپه وهلې او کور يې ورله لټولی دی، د پلار د نيولو يې هيڅ ورانټ ورسره نه وو.
دا چې نوري ولې نيول شوی علت يې نه دی مالوم، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان د خبريالانو ازادې اتحاديې ته ويلي، چې نوري د مطبوعاتو د هلو ځلو له امله نه دی نيول شوی. اتحاديې دغه بيان د وي او اې سره شريک کړی دی.
د جرنلسټانو د حقونو دپاره کار کوونکي نړيوال تنظیم کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټ (سي پي جی) د محمد عارف نوري په سمدستي ډول د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
سي پي جی ويلي، ګڼو وسله والو کسانو چې ځان يې د کابل د واکمنو طالبانو پوليسو ملېشه معرفي کولو، د نوري په کور يې چاپه وهلې او هغه يې نيولی دی.
د سي پي جی د اسيا مشر سټيون بټلر د نوري د نيولو په اړه ويلي، د طالبانو سره اړونده ملېشې لخوا د ټيلي ويژن چېنل مالک نيول د افغانستان په ازادو مطبوعاتو يو جدي بريد دی.
د ټي وي چېنل د مالک بل زوي کاشف نوري ويلي، نورين ټي وي د تیرې يوې لسيزې راهسې چليږي خو د تيرې اوونۍ راهسې د تکنيکي ستونزې له امله ولاړ دی.
محمد عارف نوري په پنجشير کې د طالبانو د مخالفه احمد مسعود پېژندلی ملاتړ کوونکی وو.
د جرنلسټانو اتحاديې ویلي، طالبانو چې د اګست په نيمايۍ کې د افغانستان واک په لاس کې اخستی تراوسه پورې 31 جرنلسټان نيول شوي دي.
د بې پولې خبريالانو تنظيم (رپورټر ود اوټ بارډر) د جرنلسټانو د اتحاديې سره په شريکه سروی يا نظر پوښتنه کې چې تيره اوونۍ يې خپره کړې، پکې ويلي دي چې په افغانستان کې 40فيصده خبري ادارې بندې شوي او 80فيصده ښځينه جرنلسټانو په تيرو څلورو مياشتو کې دندې د لاسه ورکړي دي.