ټاکل شوې امريکا او روس به د جنورۍ په مياشت کې د ايټمي وسلو د قابو کولو ترڅنګ د یوکرېن او امنيت په سر خبرې کوي.
د امریکا د ملي امنيت ویاند په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ویلي، چې د دواړو هيوادونو پلاوي به په لسمه جنورۍ ويني، په 12 جنورۍ به روس او نېټو اتحاد او په 13 جنورۍ به امریکا، روس او د يورپي ملکونو د پلاوو ترمنځ ليدنې کيږي.
وياند ويلي، چې کله د خبرو په مېز کښېني، نو روس به خپل تحفظات وړاندې کوي او امریکا به د روس د هلو ځلو په اړه خپلې اندېښنې څرګندوي.
هغه ويلي په ځينو مسلو پرمختګ کېدی شي او په ځينو به رایې مختلفه وي او دې ته سفارتکاري ويلی شي.
د وياند ترمخه د يوکرېن په اړه د صدر جوبايډن سوچ ډاګیز دی.
هغه ويلي صدر بايډن دا په ډاګه کړې ده چې د روس او يوکرېن شخړه د سفارتکارۍ د لارې هواره شي او په دې ټينګار کوي، خو که روس په يوکرېن کې لاسوهنه وکړه نو د امریکا د او اتحاديانو لخوا به يې ورته نتيجې ترلاسه کيږي.
په جغرافيايي توګه د روس او يورپي يونين پولې ته نزدې يوکرېن د پخواني سوویت يونين برخه وو.
خو روس دغه تورونه ردوي چې روس په يوکرېن يرغل کړی دی، په کال 2014 کې د دواړو ملکونو ترمنځ تاو تريخوالی سېوا شوی او د هغې وروسته د روس جنګي پلوه ډلو او د يوکرېن د پوځ ترمنځ وخت په وخت نښتې شوي دي.
امريکا او غرب د روسي پوځ لخوا د يوکرېن پولې ته نزدې په هلو ځلو اندېښنې څرګندوي.
د راپورونو ترمخه روانه مياشت په زرګونو روسي پوځي سرتيري د يوکرېن پولې ته نزدې په ځای کړی شوي دي، امریکا او لويديځ اندېښنه لري چې روس په ممکنه ډول په يوکرېن د بريد پلان جوړوي.
د جي سېون هېوادونو هم روانه میاشت روس ته په يوکرېن کې د لاسوهنې نه کولو خبرداری ورکړی وو.
خو د روس صدر ولاديمير پيوټن د داسې کومې منصوبې جوړول رد کړي او ضمانت يې غوښتی چې يوکرېن به د نېټو برخه نه جوړول کيږي او نېټو هېوادونه به يې د پولې ترڅنګ پوځي تمرینات نه کوي.
(په دې خبر کې ځينې مالومات د اې اېف پي خبري ادارې نه اخستل شوي دي).