لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاپ فرانسیس د نوي کال په پیغام کې وایي پر ښځو تشدد د خدای سپکاوی دی


واشنګټن ـــ د کېتولیکو عیسایانو د کلیسا لوی مذهبي مشر پاپ فرانسیس نوی کال د ښځو په ستاینه پیل کړ او په نړۍ کې یې د امن لپاره د هغوی مهارتونه یې وستایل. هغه پر ښځو تشدد د خدای په ضد جرم وباله.

د رومن کېتولیک کلیسا د جنورۍ لومړۍ نېټه په نړۍ کې د امن لپاره ځانګړې کړې وه.

پاپ فرانسیس په خپلو خبرو کې وویل څنګه چې میندې خلکو ته ژوند ورکوي او ښځې نړۍ «متحده» ساتي، ځکه نو ټول باید په ګډه د ښځو د پرمختګ لپاره پراخې هڅې وکړي او هغوی و ژغوري:

"له ښځو سره څومره تاوتریخوالی روان دی! بس کړئ! د ښځو ځورول د خدای سپکاوی دی، چې له یوې ښځې یې زموږ انسانیت واخیست، نه له یوې فرشتې، نه مخامخ له خدایه بلکې له یوې ښځې".

د عیسایانو مذهبي مشر د نړۍ په سوله کې د ښځو رول وستایه او ویې ویل یوه مور "پوهېږي چې څنګه خنډونه او مخالفتونه ختم کړي او امن ته لاره برابره کړي".

پاپ‌ فرانسیس وویل تعلیم، کار او د نسلونو ترمنځ مکالمه د امن اصل عناصر دي او وایي حکومتونه باید داسې اقتصادي پالیسۍ جوړې کړي چې په اساس یې پیسې د وسلو پر ځای پر تعلیم ولګېږي.

د کېتولیکې کلیسا مشر د نوي کال د جشن تر مراسمو مخکې په یوه ټویټ کې په نړۍ کې د امن لپاره خپله هیله او تګلاره روښانه کړه:

"ټول کولای شو په ګډه کار وکړو چې له امن څخه ډکه نړۍ جوړه کړو او دا کار به د افرادو له زړونو تر کورنیو اړیکو، بیا له ټولنې تر چاپېریاله او د خلکو او ملتونو تر منځ له اړیکو پیلوو".

85 کلن پاپ فرانسیس له کورونا وایرسه د ژغورنې وېکسین لګولي او د نوي کال د مراسمو په مهال یې سرجیکل ماسک پر مخ کړی وو. دا په تېرو دوو کلونو کې د کورونا وایرس پر مهال لومړی ځل وو چې هغه د ګڼو خلکو په غونډه کې ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG