لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چترال نیشنل پارک نه ګڼ شمیر مارخوران غیب کړل شوي دي،دپارلیمان دغړي اؤ سیمه ییزو خلکو تور


دخیبر بښتونخوا دچترال سیمې ځایي خلک او دپارلیمان منتخب غړي تور پوري کوي چې تيرو څو کالونو کې د چترال ګول نيشنل پارک کې د مارخور نومې قامي ځناور په شميره کې ډېره حده پورې کمی راغلی دی.

دوئ وایي چې ددغه قيمتي ځناور دشمیرې کميدو ډېر علتونه دي چې پکې په غير قانوني توګه ددې ښکار اؤ ځایي څوکيداران له خپلو څوکيو لرې کول شامل دي،

بل لوري د چترال ضلعې د ځنګلاتو دمحکمې چارواکي دغه تورونه ردوي او وایي د مارخورانو کره شميرې معلومولو دپاره دنړیوالو ادارو په مرسته نظرکتنه سرته رسيدلې او ډير زر به ولس سره شريکه کړی شي.

خو دوئ وایي موسمي بدلون او چترال کې افغانستان سره په پوله ازغن تار لګولو سره د مارخور شمیره اغېزمنه شوې ده.

ډيوه سره دخبرو پرمهال چترال نه د قامي اسمبلۍ غړي عبدالاکبر چترالي تور پورې کړی چې د کال 2019 نه تر کال 2021م پورې د چترال ګول نيشنل پارک نه ډير مارخوران ورک کړل شوي دي چې ډېره دحيرانتيا خبره ده،

دهغه په وينا چترال کې دماخور دغير قانوني ښکار لړۍ روانه ده او څوک ې دپوښتنې کولو نيشته

‘‘ دا د چترال او پاکستان يوه اثاثه ده مونږ ته به ددې خيال ساتل وي سرکاري چارواکي وایي چي دمارخور عمر سيوا شي نو مړ شي خو مونږ ورته وایو چې څه نخښه خو يې ولس ته ورکوئ چې چرته مړ شو، ما په هر فورم دې دپاره غږ پورته کړی خو څوک ايکشن نه اخلي"

ښاغلی عبدالاکبر چترالي وایي د سرکار لخوا خپور شوي رپورټ کې ويل شوي چې په کال 2019م کي نيشنل پارک کې د مارخورانو شميره 2868 پورې وه خو اوس دا شمیره 2000 پوري پاتې شوې ده.

هغه زياتوي مقامي خلک وایي چې زمکني حالات دې نه هم بدل دي اصل شميره يې اوس 800 پورې پاتې ده۔

مارخور د پاکستان قامي ځناور دی او د چترال ترڅنګ ګلګت بلتستان، کوهستان او د بلوچستان ځینو سيمو کې په دنګو غرونو کې ژوند کوي۔

د مارخور د قانوني ښکار (يعني ټرافي هنټنګ) نه حکومت او مقامي خلکو ته ډېرې مالي ګټي ترلاسه کيږي ددې دښکار نه په ترلاسه کیدونکو پیسو سيمه ییز خلک په خپله خوښه سیمه کې د پرمختګ کارونه کوي۔

څو ورځې وړاندې د امريکي سره تعلق لرونکي يو تن نزدې په دوه کروړه اؤ ۸۵ لکه روپو د مارخور دښکار پرمټ اخستی ؤ اؤ د کشمير د نسل دمارخور ښکار ې کړی ؤ د کوم ښکرونه چې پنځه څلويښت انچه پورې اوږده وي.

ډيوه سره خبرو کې د کميونټي ډویلپمنټ کنزرويشن ايسوسي ايشن پخواني مشر حسين احمد ويلي دي چي چترال کي د مارخورانو دکمي ډيرې وجې دي خو مهمه پکي داده چې د فارسټ محکمي لخوا دمقامي ديارلسو کلیو پبنځويشتو پورې څوکيداران له خپلو دندو لرې کړل شوي دي .

‘‘د کلائي ميټ وزارت دوه کالو نه فنډ بند کړی دی چې دهغې وروسته مقامي څوکيداران لرې کړی شوي دي ،دې سره ګول نيشنل پارک کې د مارخور دابادۍ د څارني عمل له منځه تللی دی اوس هيڅ څوک غم عرض نه لري‘‘

هغه وایي وړاندې به دغلته ۲۵ څوکيداران وؤ اؤ هغوئ به په غوره طريقه ټول پارک په نظر کې ساتلو.

د ځنګلاتو ضلعي افسر سرمد حسين شاه د چترال ګول نيشنل پارک نه د مارخورانو کميدو تورونه ردوي او دريځ یې خپل کړی چې مقامي ايم اين ای او ولس بغير د څه تحقیق اؤ سائنسي بنيادونو د مارخور دنسل دکميدو تورونه پوري کړي دي.

هغه وایي ددې تورونو نه وروسته د نړوالو ادارو په مرسته يوه سروی یا نظرپوښتنه سرته رسولی شوې ده او څو ورځو کې به یې کره شميرې خلکو سره شريکې کړی شی۔

‘‘په بنيادي توګه دغه خلک د خپلو نورو مقصدونو دپاره د مارخور نامه استعمالوي، دوئ سره هيڅ داسي وسایل نشته چې پارک کې د مارخور کره ابادي معلومه کړي اوس د يوې دريم ګړې نړیوالي اداري په مرسته سروې سرته رسيدلې او کره شميري به مخي ته راشي"

نوموړی زیاتوي ‘‘زمونږ د معلوماتو ترمخه هغه شميرې د خوشحالۍ وړ دي او مونږ د ميډيا په شمول هر چاته بلنه ورکوؤ، را دې شي د زمکني حالات دي په خپله وګوري‘‘

خو بيا هم د ځنګلاتو ضلعي افسر وایي چې سيمه کې موسمي بدلون او افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو له کبله ممکنه ده چې د مارخورانو ابادي ته چترال کې زيان رسيدلي وي۔

د چترال ګول مينجمنټ پلان ترمخه د کال 2008م نه تر کال 2018م پوري څلور سوه، دوه پنځوس مارخوران د افغانستان لوري ته اوړيدلي دي.

د خوراک نه علاوه په پوله ازغن تار لګول او دې سره د چترال نيشنل پارک کې د خلکو تګ راتګ هم د مارخور ابادي ته زيان رسولی دی۔

XS
SM
MD
LG