د پاکستان پلازمينې اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په سيمه مري کې په واورو کې ګېر شوي د 19 پورې سېلګري مړه شوي دي، د سېلانيانو د نښتو او مړينې خبر د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد احمد ورکړی دی.
شېخ رشيد ویلي، تيره شپه 1000 ګاډي نښتي وو، ځينې پکې راويستل شوي دي، او ځینې بيا واپس کړی شوي او د 16 نه تر 19 پورې کسان مړه شوي دي.
نوموړي ويلي، په مري کې غټ بحران جوړ شوی او دوی لارې بندې کړي دي.
د کورنيو چارو وزير وويل په مري کې د سېلګرو د مرستو دپاره پوځ، پوليس او د اېف سي سرتیري په ځای کړی شوي دي.
شېخ رشيد اعلان کړې چې سبا د اتوار/ يکشنبې د ورځې ماسخوتن د شپې نهه بجو پورې به مري ته په تګ بندېز وي.
په مري کې په واورو کې ګېر شوی د مردان سره تعلق لرونکی نصر الله خان وايي، چې نن دوېمه ورځ ده پینځه ملګري دي، خوراک ورسره ختم شوی دی، دوه ورته بيماران شوي دي، او په سختو مشکلاتو کې ګېر دي.
هغه وویل تیره شپه يې په ګاډي کې تېره کړې ده، اکسيجن به ورته کمېدو او نن هوټل ته لاړه، په هوټل کې ترې د ماښام پورې د يوې کمرې اته زره روپۍ غواړي.
بل لور په ټولنيزو رسنیو د پاکستان تحریک انصاف په مرکزي او پنجاب حکومت او د اسلام اباد په انتظاميه سختې نيوکې روانې دي چې د بدانتظامۍ له امله يې خلک د مشکلاتو سره مخ شوي دي.
په پينځمه جنورۍ د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي وو، مري ته يو لاک ګاډي ورغلي دي، په هوټلو کې کرايانې څو چنده سېوا شوي دي، او په سېلګرۍ کې سېوا والی د عام سړي خوشالي او سېوا والی څرګندوي.
خو نن نوموړي ویلي، د انتظاميې دپاره په دومره غټه شمېره کې خلکو ته اسانتیاوې رسول ناممکنه شوي دي.
فواد چودري په خلکو غږ کړی چې د برنو علاقو د سېل پلان د څو ورځو دپاره وروسته کړي.