لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د کور غورځېدو پېښه کې پينځه تنه مړه شوي


Rescue 1122 KP
Rescue 1122 KP

پېښور کې د يو کور غورځېدو په پېښه کې د مور او ماشومانو په ګډون ټول پينځه تنه مړه شوي دي. ويل شوي کور په وروستیو کې بارانونو ځپلی وو ځکه غورځېدلی دی.

د ژغورنې ادارې 1122 مطبوعاتو سره نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (12 جنورۍ) سهار شريک کړي خبر کې ویلي دي، د نيمې شپې نه وروسته د پېښور په ارباب روډ انقلاب کالونۍ کې د کچه کور چت راغورځېدلی دی.

د ادارې ترمخه د کور د چت لاندې ګېر شوي اووه کسان راويستل شوي او روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

خو هلته ډاکټرانو د يوې ښځې او څلورو ماشومانو مړينه تاييد کړې ده.

د ځايي خلکو او چارواکو په وېنا ياد کور په وروستیو کې شوو بارانونو وهلی او کچه کړی وو.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) د رپورټ ترمخه د درېمې جنورۍ نه تر نهمې جنورۍ پورې په صوبه کې د واورو او بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو کې د 11 ماشومانو په ګډون 11 تنه مړه او 46 ژوبل شوي وو.

ويل شوي په دغو پېښو کې د 113 پورې کورونه هم اغېزمن شوي چې پکې 4 په بشپړ ډول وران شوي او نورو ته تاوان اوښتی دی.

په پاکستان کې د موسمياتو محکمې نن د شورو او سبا د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په ملک کې د شنه اسمان او يخ موسم ويلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG