لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: حکومت نن ضمني بجټ منظورۍ ته وړاندې کوي، اپوزیشن وایي دا «غلامي بجټ» دی


واشنګټن ـــ د پاکستان مرکزي حکومت د ای ایم ایف په غوښتنه په هېواد کې پر خوراکي، دوایانو، موټرو او بهرنیو موبایلونو باندې د ټیکس لګولو لپاره او سټېټ بېنک ته د خودمختارۍ ورکولو لپاره ضمني مالي بِل وړاندې کړی چې اپوزیشن ګوندونو سخت مخالفت کړی دی.

د عمران خان حکومت د دې لپاره چې د پیسو د نړیوالې ادارې له خوا د شپږ اربه ډالره پور شرطونه پوره کړي، قومي اسمبلۍ ته یې د «مِني بجټ» په نوم قانوني مسوده وړاندې کړې.

د دغې مسودې له مخې حکومت تجارتي محصولات زیاتوي، د ماشومانو له ډایپره نیولې تر حمل ضد ګولیو او خوراکي توکیو باندې نور ټیکسونه لګوي او له ټیکس څخه د استثنی لپاره ټاکل شوې 350 اربه روپۍ مراعات بیرته اخلي.

د پاکستان د دوو لویو اپوزیشن ګوندونو مشرانو بلاول بوټو زرداري او شهباز شریف د شورو- چارشنبې په ورځ د حکومت په ضمني مالي بلِ کلکه نیوکه وکړه او د "ټیکسونو سونامي" یې وباله. بلاول بوټو وایي:

"سټېټ بېنک ترمیمي بِل وړاندې کېږي چې موږ یې «سټېټ بېنک غلامي بِل» بولو، دا زموږ پر اقتصادي خپلواکۍ تر ټولو لوی برید دی، حکومت د هېواد سلامتي او جوهري پروګرام له خطرې سره مخ کړي دي".

د مسلم لیګ نواز ګوند اپوزیشن مشر شهباز شریف له ای ایم ایف او نورو هېوادونو د پورونو اخیستلو ته په اشارې سره وویل، پاکستان "یو داسې ایټمي ځواک دی چې په یوه لاس کې یې کچکول او په بل لاس کې یې ایټم بم دی".

د پاکستان مرکزي وزیر حماد اظهر د قومي اسمبلۍ په غونډه کې پر تېرو حکومتونو نیوکې وکړې او ویې ویل چې پورونه اخیستل د پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز ګوند د حکومتونو ستونځه ده.

د پاکستان مشهور اقتصادپوه قیصر بنګالی وایي، برامدات په بيانونو نه زياتيږي، کاروباريان غواړي برامدات زيات شي ځکه چې وایي د هغوی ګټه ورسره زياتيږي، خو رياستي پاليسۍ برامداتو ته وده نه ورکوي:

"پاکستان پوهېږي چې دا وخت د برامداتو وړتیا نه لري او د کرنټ اکاونټ خسارې د را کمولو یواځې لار د درامداتو (وارداتو) او غیرپرمختیایي بجټ را کمول دي".

په قومي اسمبلۍ کې د ضمني مالي بجټ قانوني مسوده نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ په داسې وخت کې منظورۍ ته وړاندې کېږي، چې تمه ده ژر د ای ایم ایف د مشرانو په غونډه کې د پاکستان لپاره د هغه یو ارب ډالرو منظوري ورکړي چې د شپږ اربه ډالرو پور د پروګرام برخه دي.

وزیراعظم عمران خان د حکومت او اتحاديانو د پارلماني ګوندونو ګډه غونډه نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ په پارلمینټ هاوس کې را بللې چې پکې به په قومي اسمبلۍ کې د ضمني مالیاتي بِل د منظورۍ په اړه تګلاره ټاکل کېږي.

تمه څرګندېږي چې تر هغه وروسته به دغه قانوني مسوده په قومي اسمبلۍ کې د رایو اخیستلو لپاره وړاندې شي، خو اپوزیشن ګوندونه وایي چې دوی به یې په هر حال کې مخه نیسي.

پاکستان خبریال حامد میر د نهې- سه شنبې په ورځ پخپل مضمون کې- چې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې چاپ شوی- لیکلي دي، چې د عمران خان حکومت په تېرو درو کلونو کې 40 اربه ډالر پور اخیستی او زاړه ټول ریکارډونه یې مات کړي دي.

د عمران خان د حکومت په ضمني بِل کې شامل ټیکسونه:

خوراکي شیان: په نوي مجوزه قانون کې د بهر نه راغوښتونکې په یو شمېر هغه خوراکي شیانو باندې 17 فیصده سېلز ټېکس تجویز شوی چې مخکې له ټېکس نه مستثنا وو. په دغو کې ځینې څاروي،‌ غوښه،‌ ماهي،‌ سبزۍ،‌ د بېکرۍ سامانونه او له پیو یا شودو جوړېدونکي څه شیان شامل دي.‌

دارو درمل: حکومت چې د دوایانو کمپنیو ته په ټېکسونو کې د 160 ارب روپۍ رعایت ورکړی دا به د مجوزه قانون له مخې بېرته واخلي، د دوایانو نرخونه به زیات شي او د دوایانو لپاره استعمالېدونکو موادو باندې به 17 فیصده ټېکسونه ولګوي.‌

ګاډي یا موټر: د نوي قانون منظورۍ سره به له 1000 سي سي تر 2000 سي سي انجن لرونکو ګاډو اېکساېزټېکس د 2.5 نه 5 فیصد زیات شي او د 2000 زره سي سي نه زیات انجن لرونکو ګاډو اېکساېز ټېکس به د 7.5 نه 10 فیصد زیات شي.‌ پر بهرنیو راتلونکو له 1000 سي سي تر 1799 سي سي انجن لرونکو ګاډو به اېکساېز ټېکس له پینځه تر 10 فیصده او د 1800 سي سي نه تر 3000 سي سي پورې انجن لرونکو ګاډو ټېکس به د 25 نه 30 فیصده زیات کړی شي.

بهرني موبایل ټیلیفونونه: د نوي مجوزه قانون سره به د بهر ملکونو نه راغوښتونکو هغه موبایل فونونو باندې 17 فیصده ټېکس ولګول شي چې د هغې بېعه د 200 ډالر نه زیاته وي.‌

XS
SM
MD
LG