لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي منلې چې ننګرهار کې یې یو مشر وژل شوی خو افغان طالبان یې نه مني


واشنګټن ـــ د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي پرون د شورو- چارشنبې په ورځ د خپل یوه مهم مشر محمد خالد بلتي- مشهور په محمد خراساني- مړینه تایید کړې ده، چې روانه اوونۍ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وژل شوی وو.

د ټي ټي پي اوسني ویاند، چې هغه هم د محمد خراساني عرف بلتي نوم کاروي، رسنیو ته په لېږلي یوه بیان کې د هغه مړینه منلې ده خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

د پاکستان یوه اعلی امنیتي چارواکي د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ تایید کړې وه چې خالد بلتي وژل شوی خو دا یې نه دي ویلي چې هغه چا وژلی دی.

چارواکي ویلي هغه د ټي ټي پي اوسنی ویاند وو، خو پاکستاني طالبانو ویلي وو هغه دا وخت کومه ذمه واري نه لرله.

که څه هم پاکستاني چارواکو او پاکستاني طالبانو د خپل مشر خالد بلتي وژنه تایید کړې، خو د طالبانو حکومت یې ردوي او وایي په ننګرهار کې داسې څه پېښه نه ده شوې. د طالبانو ویاند بلال کریمي ډان ورځپاڼې ته ویلي:

"زه دا رپوټونه نه تاییدوم، دا حقیقت نه لري، داسې څه پېښې دې [افغانستان] غاړې ته نه ده شوې".

د وسلوالو طالبانو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د دوی د وژل شوي مشر د جنازې مراسم د نهې- سه شنبې په ورځ د افغانستان په کونړ ولایت کې تر سره شوي او هملته خاورو ته سپارل شوی دی.

د ټي ټي پي اوسني ویاند پخپل بیان کې ویلي چې تحریک یې "یو مذهبي عالم او د سیاسي چارو ماهر بایللی دی" او دا یې "لوی زیان" بللی دی.

ویاند وایي خالد بلتي هغه وخت له ټي ټي‌ پي سره ملګری شو چې په 2011م کال کې مهاجر شو او له هغه وخته راهیسې فعال وو. بلتي په 2015م کال کې په افغانستان کې نیول شوی وو او تر تېر کال پورې په بند کې وو.

پاکستاني امنیتي چارواکي ویلي وو، چې خالد بلتي شاوخوا 50 کلن او د ګلګت بلتستان وو او د پاکستان پر عامو خلکو او امنیتي ځواکونو په ګڼ شمېر بریدونو کې یې لاس درلود.

چارواکي وایي هغه تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پرله پسې کابل ته سفرونه کول او د ټي ټي پي له مشر مفتي نور ولي سره په ګډه یې د ټي ټي پي د مختلفو ډلو د یووالي او د ترهګرو بریدونو د پلانولو لپاره یې هڅې کولې.

خالد بلتي په 2007م کال کې په سوات کې له ناقانونه ډلې تحریک نفاذ شریعتِ محمدي سره یو ځای شوی وو او د ټي ټي پي له پخواني مشر ملا فضل الله سره یې نیژدې اړیکې جوړې کړې وې.

پاکستاني چارواکي وایي بلتي د شمالي وزیرستان په میرامشاه ښارګوټي کې د ترهګرو پناه ځایونه چلول، خو کله چې هلته پاکستاني پوځ ضربِ عزب عملیات پیل کړی نو دی افغانستان ته وتښتېد. وایي هغه په 2014م کال کې د ټي ټي پي د رسنیو د کمېټۍ مشري کوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG