لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا نوره سېوا شوې، تر ټولو زیاتې پېښې په کراچۍ کې مخې ته راغلي


د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې نورې سېوا شوي دي، او تازه 4340 کسان په کرونا اخته شوي او اووه ترې مړه شوي دي.

د کرونا د څار او انتظام دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) په ټويټر د کرونا تازه شمېرې خپرې کړي دي، چې پکې ويل شوي د مثبتو پېښو کچه 8.71فيصدو ته لوړه شوې ده.

ویل شوي په تير شوا روز (17 جنورۍ) کې په ملک کې د کرونا مالومولو دپاره 49زره 809 ټېسټونه معاينې شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 781 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دي.

د مطبوعاتي راپورونه ترمخه په تير شوا روز کې د ملک تر ټولو غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د شپږو زرو نه زياتو کسانو ټېسټونه معاينې شوي دي، چې پکې د دوه زرو نه په زياتو کسانو کې د کرونا وايرس تاييد شوي دي.

ویل شوي په لاهور کې د کرونا وايرس شرح د اته فيصده نه سېوا ده، په اسلام اباد او پېنډۍ کې د اووه فيصدو نه زياتې پېښې مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې د صحت د چارو کار پوهان وايي، پکار ده چې خلک د کرونا څخه د ځان او نوور د ژغورنې دپاره احتياطي تدابير خپل کړي، ماسک واچوي او د ګڼې ګوڼې نه ډډه وکړي.

په پاکستان کې د ډاکټرانو د اتحاديې (پاکستان مېډېکل اېسوسي اېشن، پي اېم اې) عمومي سېکتر ډاکټر قېصر سجاد وايي، حکومتي چارواکي که د دې په تمه وي، چې روغتونونه به ډک شي، او د هغې وروسته به سختي شورو کړي نو د دې سره به ډېر تاوان وشي.

د نوموړي په وېنا پکار ده چې حکومت د اوس نه سختي وکړي، خلک قابو کړي، احتياطي تدابير عملي کړي او د سرغړونکو پرضد قانوني اقدامات وکړي.

په پاکستان کې چارواکي بيا بيا په خلکو ټینګار کوي چې ويکسين ولګوي، ځکه چې د چارواکو او ډاکټرانو په وېنا د کرونا د مخنيوي او ځان ساتنې دپاره يواځينۍ لاره ويکسين دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG