لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلینکن: که روس پر یوکرېن برید ورکړي کلک جواب به ورکړل شي خو هیله ده د خبرو لار خپله کړي


واشنګټن ـــ امریکې روس ته خبرداری ورکړی چې که یې د یوکرېن په ضد نور پوځي یرغل وکړ، امریکا او اتحادیان به یې ورته په زور او کلک جواب ووایي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي تمه لري چې روس به د کړکېچ د حل لپاره سفارتي لاره خپله کړي.

د یوکرېن په پایتخت کیف کې له وایس آف امریکا سره په ځانګړې مرکه کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وویل، چې د یوکرېن په اړه به له خپل روسي سیال سره د جمعې په ورځ په جنېوا کې مخامخ ویني.

اینټني بلینکن وایي د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګیلاوروف ته به د امریکې، یورپي ټولنې او د خپلو اتحادیانو له خوا څرګند پیغام ورکوي چې پر یوکرېن بریدبه هیڅکله ونه زغمي او له دې خام خیالۍ دې لاس واخلي:

"موږ روس ته ښکاره خوښه ورکړې ده، چې یا د خبرو او سفارتکارۍ لاره خپله کړي یا جګړې او د هغې نتیجو ته په تمه و اوسي".

اینټني بلینکن وایي له روسي چارواکو سره د سفارتي خبرو په یوه پراخه لړۍ کې مصروف دي، چې په دې کې د نېټو، د یورپ د همکارۍ سازمان او د نېټو او روس کونسل مشران شامل دي او وایي تمه لري چې روس به سفارتي لاره غوره کړي.

له اینټني بلینکن سره د وي او اې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:13:45 0:00

تر دې وړاندې د یوکرېن د بهرنیو چارو له وزیر دیمیترو کولیبا سره تر لیدو وروسته ګډي خبري غونډې ته ښاغلي بلینکن وویل روس د یوکرېن پر پوله خطر زیات کړی ځکه چې وایي تقریباً یو لک پوځونه یې هلته اچولي او ناببره نور هم زیاتولای شي.

بلینکن وایي‌ له یوکرېن سره مادي مرستې یې روانې دي او ټاکل شوې چې په راتلونکو اوونیو کې هم ور ولېږل شي. وایي که روس پر یوکرېن برید وکړي نو نېټو او یورپي هېوادونه به له یوکرېن سره د پوځي وسایلو په ګډون د اړتیا وړ شیانو مرسته وکړي. بلینکن وایي که روس برید وکړي بندیزونه به پرې ولګوي:

"لومړی، موږ پر پراخو بندیزونو کار کوو، چې په هغه کې اقتصادي، تجارتي، د برآمداتو (صادراتو) کنټرول او نور شامل دي. دویمه نتیجه به یې دا وي چې له یوکرېن سره به نورې پوځي مرستې وکړو او درېیم دا چې نېټو به ضرور پر خپله ختیځi څنډه خپله دفاع پیاوړې کړي".

د یوکرېن د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا وایي‌، د روس د مخنیوي لپاره ښه وسیله دا ده چې یوکرېن پیاوړی وي، وایي دا مهمه ده چې هره ورځ روس ته ووایي که پر خپل څنګلوري هېواد برید وکړي له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د شورو- چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ولسمشر جوبایډن دفتر تېره میاشت له یوکرېن سره د امنیت په برخه کې د 200 میلینه ډالرو اضافي دفاعي مرستې منظوري ورکړې ده.

ټاکل شوې چې اینټني بلینکن د یوکرېن پر مسله د نورو خبرو لپاره نن په برلین کې هم له یورپي چارواکو سره وویني او سبا به په جنېوا کې د روس د بهرنیو چارو له وزیر سره ویني. وایي تمه لري چې روس به د سفارتکارۍ لاره خپله کړي، خو وایي د تېرو شاوخوا لسو ورځو د خبرو په نتیجه کې داسې څه نه ښکاري.

د روس دفاع وزارت ویلي خپل پوځیان- چې شمېر یې نه دی یاد کړی- د یو لوی جنګي مشق دپاره د یوکرېن شمالي ګاونډي هېواد بېلاروس ته لیږي. د روس د دفاع نایب وزیر الکزنډر فومېن وایي پوځیان یې د بېلاروس له پوځ سره ګډ پوځي مشقونه کوي او هدف یې دا دی چې هر ډول بهرني خطر ته تیار اوسي، خو امریکا اندېښنه لري چې کېدای شي‌ روس پر یوکراین د بلاروس له لارې حمله وکړي.

له 2019م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې امریکا او نېټو له روسي چارواکو سره له تېرې څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د یوکرېن پر سر خبرې کوي. نېټو او روس په 2014م کال کې تر خپل منځ عملي همکاري هغه وخت پرېښووه چې روس د یوکرېن کریمیا سیمه را جلا کړه او د ځان برخه یې کړه.

XS
SM
MD
LG