واشنګټن ـــــ په شام کې د داعش وسلوالو او د امریکا پلوه کردي ځواکونو تر منځ جګړه نن په دريمه ورځ هم روانه وه چې تراوسه پکې د 70 نه زيات کسان وژل شوي دي.
عربي رسنۍ وایي د امریکې ټېنکونه او هیلکاپټر وروسته له هغه د کردي ځواکونو د مرستې لپاره سیمې ته رسېدلي چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ داعش ډلې د زندان واک په لاس کې واخیست.
دغه جګړه د شام په هساکې ښار کې په غوېران زندان د داعش د وسله والو د بريد وروسته پېل شوې. په دغه زندان کې د داعش د ځينو مشرانو ترڅنګ نزدې 3,500 د داعش وسله وال بندي وو.
په برتانیا کې مېشته د شام د بشري حقونو د څار د ادارې مشر رامي عبدالرحمان ويلي دا په تېرو درو کالو کې د داعش خلافت ړنګېدلو وروسته تر ټولو خونړی بريد وو:
"لږ تر لږه د کرد ځواکونو 28 عسکر، پينځه عام ملکي کسان او 45 د داعش وسله وال وژل شوي دي".
د بشري حقونو اداره وایي په برید کې داعش وسلوالو ته وسلې په لاس ورغلې او ګڼ شمیر وسلوال یې خوشي کړي دي.
د کردانو ډیموکرېټیک ځواکونو ویلي چې د هساکې ښار او غوېران زندان په شاوخوا کې د امنیت ساتنې عملیات کوي.
دغه جګړه تر ډېره حده د زندان په شمالي برخو کې کیږي چې کردي ځواکونو په همدې سیمه کې څو ځله چاپې وهلې او د داعش ګڼ شمېر جنګیالي یې وژلي دي.
داعش ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر زندان یې برید د خپلو بندیانو د ازادولو لپاره کړی.
سره له دې چې د داعش وسلواله ډله په شام کې ماته شوې خو بیا هم وخت ناوخته په لرې پرتو سیمو کې پر پوځي اهدافو او د تېلو د صفایۍ پر کارخانو بریدونه کوي.
کردي چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی چې په زندانونو کې د زرګونو مشکوکو داعشیانو د ساتلو وړتیا نه لري. په دغو زندانانو کې شاوخوا 12 زره کسان بندیان دي او کردي چارواکي وایي چې د څه باندې 50 هیوادونو وګړي دي.