لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: عايشه ملک د پاکستان د سپريم کورټ لومړۍ ښځينه قاضي شوه


جسټس عايشه اې ملک د پاکستان د سترې محکمې/ سپریم کورټ لومړۍ ښځينه قاضي/ ججه جوړه شوه، او هغې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (24جنورۍ) د سپريم کورټ د قاضي په توګه سوګند پورته کړو.

د عايشه ملک نه د پاکستان د سپريم کورټ مشر قاضي/ چيف جسټس ګلزار احمد د سپريم کورټ په ودانۍ کې سوګند واخستو.

په شپږمه جنورۍ د پاکستان جوډيشل کمېشن د جسټس عايشه ملک د سپريم کورټ د جج ټاکل کېدو سپارښتنه کړې او وروسته بيا پارلیماني کمېټۍ د هغې منظوري ورکړې وه.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې، په پاکستان کې سياستوالو، مدني فعالانو او قانون پوهانو د عايشه ملک د سپريم کورټ د قاضي نومول کېدو هرکلی کړی وو.

د عايشه ملک نوم تير کال هم مخې ته راغلی وو چې د سترې محکمې قاضي جوړيږي خو هغه وخت دغه پرېکړه نه وه شوې، او په شپږمه جنورۍ د جوډيشل کمېشن په نهه کسيزه ججانو کې پينځه و د هغې په حق کې رايې ورکړې وه چې هغه دې د سترې محکمې قاضي جوړه شي.

د عايشه ملک په نومول کېدو په کمېشن کې شاملو او د مخالفه وکیلانو اتحاديو نيوکې کړي او ويلي دي هغه (عايشه ملک) په هغو درېو مشرانو قاضيانو کې نه ده شامله، کوم چې د صوبې په هايکورټ کې تر ټولو سينير يا مشران قاضيان دي.

د قاضي په حېث عايشه ملک د تېر کال 2021 په جنورۍ کې د ښځو د پېغلتوب يا (ورجنټي) د کره والي په اړه تاریخي فېصله اورولې وه.

هغې د ښځو د پېغلتوب د دوه ګوتو معاينې ته سپک عمل ويلی او زیاته کړې يې وه دا هيڅ ساينسي ارزښت نه لري. هغې ويلي دغه کار د متاثره ښځو عزت ته زيان اړوي او دا د ښځو د ژوند او عزت د حقونو ضد عمل دی.

عايشه ملک په دغه فېصله کې مرکزي او صوبايي حکومتونو ته لارښوونه کړې وه چې دا خبره يقیني کړي چې د پېغلتوب د مالومولو د معاينې دپاره د جنسي تيري د اغېزمنو طبي معاينه ونه کړی شي.

دغه لانجمه معاينه د دوه ګوتو د لارې کولی شي او په ګوتو مالومولی شي چې جينۍ ورجن يا کنواره ده که نه ده.

په دغه طريقه معاينه کول د پاکستان نه علاوه په نورو ملکونو کې هم کیږي.

عايشه ملک چې په کال 2012 کې په لاهور هايکورټ کې قاضي ټاکل شوې وه. هغې د امریکې د هارورډ لا سکول او پاکستان او نورو بهرنيو ملکونو کې زده کړې ترلاسه کړي دي.

عايشه ملک د قانون پوهه همايون احسان ښځه او درېو بچو مور ده.

ويل کيږي، جسټس عايشه ملک چې په لاهور هايکورټ کې قاضي وه، په جون 2028 کې به ريټايرډ کېده، خو اوس چې هغه د سپريم کورټ قاضي شوه د قاضيتوب موده يې وغځېده او اوس به په 2031 کې ريټايرډ کيږي.

ويل کيږي هغه د ريټايرډ کېدو نه يو کال وړاندې د چيف جسټس يا مشر قاضي څوکۍ ته هم رسېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG