لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چينايي امريکايان د کوربه ملک د ملګرتيا پرته د اولمپیک لوبغاړو ملاتړ کوي


سان فرانسېسکو - د 60 کلن اينتوني شېوو نيا نيکه د چين وو خو دی په سان فرانسېسکو کې زېږېدلی دی. کېدلی شي د څو نسلونو راهسې هغه د چين نه بيل وي خو هغه خپل وزګار وخت د ايشيايي خلکو خلاف د کرکې ختمولو په مبارزه کې لګوي او د چين د روايتي “زمري نڅا” يوه ډله هم لري.

او هم دا جذبه ده چې سره د چين او امريکا تر منځ د شخړو په شتون کې چې تېره مياشت امريکا په چين کې د کېدونکو لوبو نه سفارتي بايکاټ اعلان هغه د کال 2022 د اولمپېکس سيالیو کوربه ښار ملاتړ کوي او په پلان کې لري که وخت ومومي دغه لوبې به په ټيليويژن وويني.

هغه د سان فرانسېسکو تاريخي «چاينا ټاون» په يو پارک کې وي او اې ته وويل “زما د پاره دا مهمه نه ده چې څوک يې کوربه دی خو کمېټۍ ويلي دا لوبې به دغلته کيږي او بيجينګ د دې کوربه دی”.

د شيوو د دې خيال ملګرتيا ډېری چينايي امريکايان کوي چې څه وشو که چين د ژمي د اولمپېکس کوربتوب کوي ځکه چې هغه دا حق لري او دا سره د دې چې د غربي نړۍ له خوا د بشري حقونو د سرغړونې په سر غندل کيږي، خو بيا هم يو شمار خلک يې ګڼي بايد چين د لوبو کوربتوب ونه کړي.

په «چاينا ټاون» کې يو بل چينايي امريکنی 38 کلن وېنسېنټ فنګ وايي “دا لوبې دي او خلکو ته يې احترام پکار دی. د اولمپېکس مقصد دا دی چې نسل مهم نه دی او که ته ترې بايکاټ کوې نو دې مقصد ته ماتې ورکول کيږي او دا زما نظر دی”.

يو بل چينايي امريکايي شېروېن ون چې 69 کلن دی او د پوهنتون د کلينېکل ليارټرۍ يو ريټايرډ ساينسدان دی وايي “د لوبډلې د غړو د چين سره هيڅ کار نه شته لوبې خو د دوی دي”. سېروېن ون سکيينګ کوي او وايي اولمپېکس لوبې به په سکرين ګوري.

د تايوان، هانګ کانګ او یيغور مرستيال د غربي نړۍ د يو شمېر ملکونو د بايکاټ ملاتړ کوي چې په چين د زور زياتي د ختمولو غږ کوي.

تنقيد کوونکي په سينکيانګ کې د ايغور مسلمانانو سره د چين د برخورد مخالفت کوي چې نزدې يو ميلين ايغور او نور ترکي نسله خلک يې په اېنټرمېنټ کيمپونو کې ګېر کړي دي.

چين دا تورونه رد کړي او وايي دا ځايونه د تربيت او هنرونو د زدکړې د پاره جوړ کړل شوي دي چې د غربت او توندلارۍ مخه ونيسي.

تېره مياشت د وايټ هاوس وياندې جېن ساکي ويلي وو چې د سفارتي بايکاټ له سوبه د امريکا حکومت به څوک سرکاري چارواکي دې لوبو ته نه لېږي ځکه “چې وجه يې په سينکيانګ کې روانه نسل کشي او د بشري حقونو پايمالي ده”.

د چين د خارجه چارو وزارت وياند ژاو لېجيين ويلي “امريکا دې لوبې سياست ته راوړل بند کړي او د بيجينګ د ژمي لوبې دې نه ګډوډوي”.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG