لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنګو او وزیرستان کې بريدونه شوي، دوه پوليس، يو ترهګر او په ماين چاودنه کې بل تن وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع هنګو کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې دوه پوليس سرتيري وژل شوي دي، پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې يې یو ترهګر وژلی، او هم په شمالي وزیرستان کې په يوه ماينه چاودنه کې يو ځايي تن وژل شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د کوهاټ ډويژن د پوليسو وياند وايي، د هنګو په دوآبه بازار کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (31جنورۍ) نامالومو وسله والو د ټرېفک پوليس په هدف کړي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د پوليسو وياند فضل نعيم وویل، په ډزو کې دوه پوليس سرتیري په ځای وژل شوي او د پېښې وروسته د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

په سمدستي ډول د دې پېښې زمه واري چا نه وه منلې.

څلور ورځې وړاندې د کرک او هنګو په پوله د تيلو په يوه کمپنۍ وسله وال بريد شوی، يو تن پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی وو، تحریک طالبان پاکستان دعوه کړې وه د اېف سي ځواک يو سرتيری يې وژلی او بل يې تښتولی دی.

نن د پاکستان پوځ ویلي، د شمالي وزيرستان په دوسلي کې يې عملیات کړي او د يو ترهګر د وژلو دعوه يې کړې ده.

د سرکاري ميډيا ترمخه د وژل شوي ترهګر پېژندګلو د مبين په نوم شوې ده، او هغه په ترهګرو بريدونو کې ککړ وو.

بل لور ته په شمالي وزيرستان کې يوه ماين چاودنه شوې، چې پکې یو ځایي تن وژل شوې، دا چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان پوځ وايي په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.

د سیمې پولیس وايي دا پېښه پرون د اتوار/یکشنبې په ورځ (30 جنورۍ) د میر علي تحصيل په عزیز خېل کلي کې شوې ده او د محمد ولي په نوم تن پکې وژل شوی دی.

د میرعلي پولیس تاټې چارواکو وي او اې ډیوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ویلي د دغه تن کور سره نیزدې تیر ماښام هغه مهال ماپن چاودیدلی دی چې هغه په خپل شخصي ګاډي کې روان وو.

پولیسو ویلي کورنۍ یې ورته ویلي چې د دوی د چا سره دښمني نه لري او دغه تن چې وژل شوی په بلوچستان کوټه کې د ګیس او تیلو کمپنۍ کې ډرایور وو او تر وژل کېدو یوه ورځ وړاندې د 15 ورځو په رخصتۍ راغلې وو.

پولیس وایي د پیښې وروسته يې پلټنې پېل کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې په کال 2014م کې د پاکستان پوځ د توندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

په قبايلي سیمو کې دا لومړی ځل نه دی بلکې په دغو سيمو کې وخت په وخت د هدفي وژنو او بریدونو سره په ځمکه کې د ښخو ماينونو چاودنې هم کيږي. او په ځانګړي ډول په قبايلي ضلعو جنوبي او شمالي وزيرستان کې دغه ډول د ماين چاودنو زیاتې پېښې کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي يواځې په جنوبي وزيرستان کې 2016 نه راپدېخواه ماین چاودنو کې نزدې 20 کسان وژل شوي او 300 نه زيات ژوبل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غوښتنو سره يوه مهمه غوښتنه دا هم کوي چې د وزيرستان او نورو قبايلو سيمو ترڅنګ په کومو علاقو کې چې پوځي عمليات شوي هلته دې په ځمکه کې پټ ښخ کړل شوي ماينونه پاک کړی شي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په وزيرستان کې د ښخو پټو ماينونو پاکولو په موخه کار روان دی خو بيا هم وخت په وخت په سيمه کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

دا چاودنه په داسې وخت کې شوې وه چې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د جنورې په پینځمه ویلي وو په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.

دپوځي ویاند ترمخه 2021 کال کې په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG