لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په نوشکي او پنجګور کې په بریدونو کې یو عسکر او څلور وسلوال وژل شوي


واشنګټن ــــ د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سیمو کې وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر دوو کېمپونو بریدونه کړي چې یو عسکر پکې وژل شوی او په جوابي بریدونو کې څلور وسلوال هم وژل شوي دي.

د دغو دواړو بریدونو ذمه واري د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) په نامه د ازادي غوښتونکو بلوڅانو یوه تنظیم پر غاړه اخیستې دي، دې ډلې رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې په بریدونو کې د دوه وسلوال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې ای ایس پي آر په یو بیان کې ویلي، د ایران پولې ته نیژدې په پنجګور سیمه کې وسلوالو له دوو ځایونو څخه د امنیتي ځواکونو کېمپ ته د ننوتلو هڅه کړې خو وایي‌ پوځیانو یې مخه نیولې ده.

په بیان کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په ډزو کې یو ملېشه عسکر وژل شوی، خو د وسلوالو د وژلو په اړه یې معلومات لا نه دي‌ ورکړي. وایي د ډزو په مهال وسلوال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د پوځ د مطبوعاتو دفتر ای ایس پي آر وایي‌ په نوشکي سیمه کې هم وسلوالو د ملېشه ځواکونو دفتر ته د ننوتلو هڅه کړې چې وایي په جوابي ډزو کې څلور وسلوال وژل شوي او یو پوځي افسر ټپي شوی دی.

په کورنیو چارو کې د بلوچستان د وزیراعلی سلاکار ضیاء لانګو وایي، د پنجګور په پېښه کې شپږ عسکر ټپیان شوي هم دي.

د نوشکي سیمې ځایي خلکو د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي، چې لومړی د ملېشه ځواکونو هیډکوارټر ته نیژدې زورورې چاودنې وشوې او بیا په دمه دمه تر ډېره وخته له دواړو اړخونو ډزې روانې وې.

عیني شاهدان وایي د چاودنې له کبله د ملېشه ځواکونو هیډکوارټر ته نیژدې د هندوانو په کالونۍ کې د کورونو او د بازار د دوکانونو ښیښې ماتې شوې او وایي تر پېښې وروسته د نوشکي ټول ښار بند شو.

نوشکي له کوټې څخه د لوېديځ په لور د 150 کيلومیټره په فاصله د افغانستان له سرحدي پولې سره او پنجګور بيا د ايران پولې ته نیژدې سیمه ده. په دغو دواړو سیمو کې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعاله دي.

په روانه اوونۍ کې د ايران له سرحدي پولې سره په پرته سیمه کېچ، ډېره بګټي او چمن کې 13 امنیتي عسکر وژل شوي دي چې ذمه واري یې پاکستاني وسلوالو طالبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو پر غاړه اخیستې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG