لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اولمپیک: چین او روس د امریکې په خلاف تر خپل منځ د یووالي هڅې کوي


واشنګټن ــــ د روس او چین ولسمشرانو په چین کې د اولمپیک نړیوالو لوبو تر پیل کېدو مخکې سره لیدلي او دواړو له امریکې سره د خپلو لا خرابېدونکو اړیکو له کبله د یووالي ښودنه کړې ده. امریکې، برتانیې، کېنېډا او اسټرېلیا پر چین د بشري‌ سرغړونو د تورونو له کبله له اولمپیک لوبو څخه سفارتي بایکاټ کړی دی.

د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین په داسې وخت کې چین ته د اولمپیک نړیوالو لوبو په پرانیست غونډه کې د ګډون لپاره تللی، چې د یوکرېن پر سر یې له امریکې او نورو لوېدیځو هېوادونو سره کړکېچ تر بل هر وخت زیات شوی دی.

د روس د سرکاري تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې، ولسمشر پوټین له صدر شي جینپینګ سره نن د جمعې په ورځ د لیدو په وخت د چین او روس کردار «په ریښتیا بېساری» او ستایلی یې دی چې وایي دا د "باعزته اړیکو یو مثال دی چې د دواړو په پرمختګ کې مرسته کوي".

پوټین له چینایي صدر سره یو نوی تړون اعلان کړی دی چې له مخې به یې د روس له «لرې ختیځه» چین ته په کال کې 10 اربه کیوبیک یا مکعب میټره ګېس ورکول کېږي.

روسي چارواکي وایي کېدای شي د دواړو هېوادونو مشران تر خپل منځ تر 15 زیات تړونونه لاسلیک کړي.

چین او روس په 2021م کال کې له یو بل سره د 146 اربه ډالرو د ریکارډ کچې دوه اړخیز تجارت کړی وو. ولسمشر پوټین نن خپل چینایي سیال ته ویلي، دی ډاډمن دی چې دوه اړخیز تجارت به یې ډېر ژر 200 اربه ډالرو ته ورسېږي.

د چین د سرکاري رسنۍ د خبر له مخې ولسمشر شین جینپینګ- چې له څه دپاسه یو کال وروسته یې له روسي صدر سره لیدلي- ښاغلي پوټین ته ویلي، چې د دوی دا لیدنه به یې دوه اړخیزې اړیکې لا ژوندۍ او پیاوړې کړي.

رپوټونه وایي که څه هم روس او چین تر خپل منځ د کوم رسمي اتحاد تړون نه لري، خو په دې وروستیو کلونو کې د امریکې د اقتصادي اغېز د مخنیوي په خاطر یو بل ته ډېر نیژدې شوي دي.

چین په داسې حال کې د روس ښکاره ملاتړ کوي، چې ماسکو د یوکرېن پولې ته نیژدې تر یو لک زیات پوځیان ساتلي او د پوځیانو ساتلو یې امریکې او لوېدیځو هېوادونو ته د جګړې پېښېدو اندېښنه ور پیدا کړې ده.

روس له نېټو غواړي چې یوکرېن ته غړیتوب ور نه کړي او همدارنګه له ختیځ یورپه خپل پوځیان بیرته وباسي، خو نېټو یې دا دواړه غوښتنې رد کړې دي.

څېړونکي وایي که روس پر یوکرېن یرغل وکړي، نو د روس او چین همکاري به امریکې ته دا سخته کړي چې پر ماسکو د اقتصادي بندیزونو یا نورو اقداماتو په بڼه دا هېواد اغېزمن کړي.

روسي چارواکو چین ته د ولسمشر پوټین تر سفر مخکې ویلي وو، د دواړو هېوادونو حکومتونه پر دې کار کوي چې تر خپل منځ اقتصادي‌ اړیکې جوړې کړي او د نورو هېوادونو د بندیزونو په صورت کې یو بل و ژغوري.

څېړونکي په دې نظر دي چې کېدای شي پر یوکرېن د روس او امریکې زیاتېدونکي اختلافات د امریکې د صدر جوبایډن پام هم واړوي، ځکه چې وایي‌ هغه چین د خپلې بهرنۍ تګلارې تر ټولو ستر لومړیتوب ګڼلی دی، خو وایي کېدای شي چین د بهرنۍ تګلارې کومې مهمې پرېشانۍ ته هرکلی ونه وایي.

ولسمشر شي جین پینګ او صدر پوټین دوه پیاوړي رهبران ګڼل کېږي چې وایي د خپلو آمرانه حکومتونو مشري کوي او دواړه تر خپل منځ د اړیکو اوږد تاریخ لري. د بېجنګ په وینا دا دواړو ولسمشرانو تر منځ 38مه لیدنه ده.

په تېره دسمبر میاشت کې ولسمشر شي جینپینګ د اولمپیک لوبو ته د ولسمشر پوټین د ورتګ د اعلان هرکلی کړی وو او هغه یې خپل «پخوانی ملګری» بللی وو.

صدر پوټین لومړنی نړیوال رهبر دی چې د امریکې له خوا په چین کې د ایغور مسلمانانو د بشري سرغړونو پر سر یې د اولمپیک لوبو تر سفارتي بایکاټ وروسته د دې لوبو په پرانیست غونډه کې ګډون کړی دی.

پوټین یوه اوونۍ مخکې پخپل یو خط کې- چې د چین شینهوا خبري ایجنسۍ خپور کړی- پر امریکې نیوکه کړې وه او له اولمپیک لوبو بایکاټ یې د ځینو هېوادونو له خوا د خپلو ګټو په خاطر د لوبو د سیاسي کولو هڅه بللې وه.

XS
SM
MD
LG