لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو وروسته کولو د هايکورټ فېصله معطل کړه


د پاکستان سپريم کورټ نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (9 فرورۍ) د پېښور هايکورټ په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو د دوېم پړاو وروسته کولو فېصله معطل کړه.

د پاکستان د ټاکنو کمېشن په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو د دوېم پړاو د وروسته کولو د پېښور هایکورټ فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې وه.

د خېبرپښتونخوا د ټاکنو د کمېشن وياند سهېل احمد وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې په اسلام اباد کې الېکشن کمېشن د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد څانګې هغه فېصله چېلنج کړې چې پکې په صوبه کې دې د بلدياتي انتخاباتو دوېم پړاو وروسته کړی شي.

د ځايي ميډيا ترمخه د سپريم کورټ د جسټس اعجاز الحسن او جسټس عايشه ملک دوه کسيزه بېنچ د پېښور هايکورټ فېصله معطل کړې او فريقېنو ته يې نوټسې جاري کړي او ویل شوي په 14 فرورۍ به بيا د دغه قضيې اورېدنه کيږي.

ځايي ميډيا ويلي د الېکشن کمېشن وکیل افنان کريم کنډي عدالت ته ویلي چې د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد څانګې د الېکشن کمېشن د دريځ اورېدو پرته د انتخاباتو وروسته کولو حکم کړی وو.

د فرورۍ په لومړۍ نېټه د پېښور هایکورټ د اېبټ اباد څانګې د انتخاباتو ځنډولو حکم کړی وو.

الېکشن کمېشن له دې وړاندې په 27 مارچ په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو د دوېم پړاو ترسره کېدل اعلان کړي وو.

د خېبرپښتونخوا د کوهستان ضلعې سره تعلق لرونکو دوه کسانو عدالت ته خواست کړی وو چې په دغه ضلع کې د مارچ د اخرې پورې د واورې کېدو امکان دی ځکه دغلته انتخابي هلې ځلې ممکن نه دي.

د راپورونو ترمخه جسټس عایشه ملک ويلي د پېښور هايکورټ له د حکم کولو نه وړاندې د الېکشن کمېشن دریځ اورېدل پکار وو.

او جسټس اعجاز الحسن ويلي، د موسم حال ته به الېکشن کمېشن کتل، نه چې عدالت، او هايکورټ ته دغه فېصله په دومره تادۍ کې ولې اورولې ده؟.

له دې وړاندې الېکشن کمېشن په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو د دوېم پړاو کېدل د جنورۍ د مياشتې په اخره کې اعلان کړي وو، خو ويل شوي وو د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ د ځينو غړو په خواست بيا دغه نېټه وروسته کړی شوې وه.

او بيا الېکشن کمېشن په 20 جنورۍ اعلان کړی وو چې په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو دوېم پړاو په 27 مارچ ترسره کيږي.

له دې وړاندې د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې په 19 دسمبر د بلدياتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG