لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بایډن د افغانستان اووه ارب ډالر خلاصوي، نیمی د یوولسم ستمبر اغېزمنو ته ورکوي


واشنګټن ــــ طمع ده د امریکې صدر جوباېډن افغانستان کې د بشري مرستو او د کال ۲۰۰۱ یوولسم ستمبر ترهګر حملو کې اغېزمن شوو خلکو ته معاوضو ورکولو لپاره نن د جمعې په ورځ‌ د یو صدارتي حکم د لارې د افغانستان مرکزي بېنک منجمد یا کنګل کړې ۷ ارب ډالره خلاصې کړي.‌

د صدر باېډن ددغه فېصلې نه خبر امریکايي چارواکو اېسوسيېټډ پرېس خبري ادارې ته ویلي د صدارتي حکم لاندې به د امریکې مالیاتي‌ ادارې ددې پابند وي چې د افغانستان د مرستو او بنیادي ضرورتونو لپاره ۳.۵ ارب ډالره اثاثو ته په لاس رسايي کې مرسته وکړي او باقي پاتې ۳.۵ ارب ډالره به په امریکا کې وي کومې چې به د ترهګرۍ نه اغېزمن شوو امریکایانو په معاوضه کې ورکړل کیږي. د فېصلې نه خبر امریکايي‌ چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط دا خبرې کړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په ټوېټر باندې ورکړي خپل رد عمل کې ویلي د امریکې لپاره دا د پوځي ماتې سره اخلاقي ماتې هم ده:

"د امريکا له خوا د افغان ولس کنګل شوې پيسې غلا کول او په خپل سر تصرف پکې کول، د يو هېواد او ملت تر ټولو هغه ټيټه کچه انساني او اخلاقي ټيټوالی ښيي".

تېر کال په اګست میاشت کې افغانستان کې د طالبانو لخوا د واک ترلاسه کولو وروسته افغانستان ته نړیوالې مرستې ځنډول شوې او په بهر ملکونو کې د دغه هېواد په اربونو ډالره،‌ چې زیاتره په امریکا کې دي،‌ تړل شوي دي.

افغانستان نه د امریکايي او نړیوالو ځواکونو د وتو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد د سختو ستونځو سره مخ دی.

د افغانستان تېر حکومت د بجټ خواوشا ۸۰ فیصده برخه د نړیوالې ټولنې لخوا ورکول کېده. دغه پیسې به د افغانستان هسپتالونو، سکولونو،‌ کارخانو او د حکومتي وزارتونو په خرچو لګول کېدې. د کرونا وبا، وچکالۍ ، خوراکي شیانو او صحي سهولتونو د نشتوالي له کبله په افغانستان کې د بنیادي اسانتیاوو ضرورت لا نور هم زیات شوی.

په افغانستان کې د پیسو نشتوالي غربت نور هم زیات کړی او مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بشري بحران خبرداری ورکړی. په افغانستان کې د ډاکټرانو، استاذانو او سېول انتظامیې نوکرانو په شمول دولتي نوکرانو ته د میاشتو پورې معاش یا تنخواګانې‌ ورکړل شوي نه دي.

دغه چارواکي‌ ایسوسيېټډ‌ پرېس ته ویلي امریکايي‌ عدالتونه به هم د یوولسم ستمبر په ترهګر حملو کې اغېزمن شوو خلکو ته د معاوضې ورکولو لپاره ګام پورته کوي چرته چې متاثره شوو کورنیو د طالبانو پرضد مقدمې درج کړي.

طمع ده صدر باېډن نن ناوخته صدارتي حکم لاس لیک کړي.‌

طالبانو په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخه نیولو لپاره ددغه هېواد بندې کړې پیسې خلاصې کړي.‌

افغانستان د بهر نړۍ په مالیاتي ادارو کې ۹ ارب ډالره پېسې لري چې پکې ۷ ارب ډالره په امریکا کې دي.‌ باقي پاتې پیسې د جرمني،‌ متحده عرب امارات، سوېټزرلېنډ او قطر په بېنکونو کې پرتې دي.

طالبانو د جنورۍ د میاشتې پورې په خپلو وزارتونو کې کار کوونکو ته د میاشتې تنخواګانې ورکړي خو دغلته کار کوونکي په خپل ځای ساتلو کې د مالي‌ ستونځو سره مخ دي.

طالبانو وعده کړې چې د مارچ میاشتې تر آخره پورې به د افغان نوي لمریز کال شروع کېدو وروسته د جینکو سکولونه بېرته پرانیزي خو د بشري مرستو ډلې وايي‌ استاذانو ته د تنخاګانو ورکولو لپاره د پېسو ضرورت دی.‌

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې یونیورسټۍ بېرته پرانیستل شوي او طالبان وايي‌ د روانې فرورۍ میاشتې پورې به په ټول هېواد کې پوهنتونونه پرانیزي د کومې چې نړیواله ټوله غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG