د افغانستان په زابل ولايت/ صوبه کې کوهي يا څاه ته لوېدلی ماشوم حېدر د را اېستلو وروسته مړ شوی دی.
حېدر درې ورځې وړاندې د زابل په جلدک سيمه کې د برمې څاه يا کوهي ته لوېدلی وو.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په ټویټر ويلي،
"د تازه راپورونو له مخې په زابل کې څاه ته غورځیدلی ماشوم حیدر، سره له دې چې له څاه څخه را وایستل شو، خو وفات شو".
د مطبوعاتي راپورونه ترمخه کوهي ته لوېدلی ماشوم حېدر د اووه کالو وو.
په ټولنيزو رسنیو د پرون راهسې د طالب چارواکو عکسونه خپاره شوي چې د طالبانو ځينې وزيران دغه ځای ته رسېدلي چرته چې حېدر ته کوهي ته لوېدلی او د را اېستلو دپاره یې د ژغورنې عملیات روان وو.
خو ورسره بيا ټولنيزو رسنيو نيوکې هم شوي دي چې په درېو ورځو کې يو ماشوم را ونه ويستل شو.
اريانه ديدم په ټویټر پوښتنه کړې چې،
"څنګه په درې ورځو کې يو ماشوم نه شي ژغورل کېداى؟ حېدر که د بل هيواد واى په درې ورځو کې نه بلکې په درې ساعته کې به ژغورل شوى وو..."
او سراج شينواري په فېس بک ليکلي،
"که تېر څلوېښت کاله مو د جنګ په ځاې وطن ته خدمت کړى عصري ټېکنالوژې مو لرلې حېدر به مو د رېبوټ په واسطه په څو ساعته کې ژغورلې وى. که مو پردى جنګ په سر نه وى اخيستې نن به يو حېدر سره سره په لکونه افغانان ژوندي وى".