لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مودي د افغان سیکانو او هندوانو هرکلی کړی: تاسې مېلمانه نه یئ هندوستان ستاسو کور دی


واشنګټن ــــ په هند کې د مخکینیو مېشتو او د طالبانو په واکمنۍ کې تازه ورغلو افغان سیکانو او هندوانو یوه پلاوي د دې هېواد له وزیراعظم نریندرا مودي سره په نوي ډیلي کې د هغه په کور کې لیدلي او هغه یې تود هرکلی کړی دی.

نریندرا مودي دوی ته په تکرار سره وویل "تاسې ټول چې دلته راغلي یئ دا ستاسې کور دی، تاسې دلته مېلمانه نه یئ دا کور ستاسې دی، دا هندوستان ستاسې کور دی او هر هندوستانی له تاسې سره مینه کوي".

افغان هندوانو او سیکانو د وزیراعظم مودي مننه کړې چې د تېر کال په اګست میاشت کې یې په سختو حالاتو کې له افغانستانه د دوی په را ایستلو کې مرسته وکړه او دوی یې په هند کې مېشت کړل. یوه افغان سیک مودي ته وویل:

"زما په سترګو کې اوښکې راغلې چې تا زموږ مشرانو ته وویل لاړ شئ زموږ له خوا «ګرو ګرنت صاحب» [د سیکانو مذهبي کتاب] په ډېر درناوي [له افغانستانه] راوړئ".

له دغو افغانانو سره د لیدو ویډیو د وزیراعظم مودي پر ټویټر پاڼه خپره شوې، چې پکې لیدل کېږي افغان سیکان او هندوانو ښاغلي مودي ته پښتني لونګۍ یا پټکی ور په سر کوي او افغاني چپنه ور اغوندي. مودي په دې مهال وایي:

"تاسې ماته پټکی را وتاړه زه خبر یم چې په افغانستان کې د دې څومره درناوی کېږي او د هغه ځای هندوان هم دا په کورونو کې تړي، دا په افغانستان کې د افغان نخښه ده".

زرغونه چپه په افغانستان کې خصوصاً د دې هېواد په شمال کې ډېره رواج ده چې مشران یې اغوندي. مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي به هم اغوستله. مودي وویل "که زموږ کرزی صاحب دا وویني هغه به تر ټولو ډېر خوشاله شي".

مودي وویل کله چې ده په 2015م کال کې افغان پارلمان ته د وینا په وخت وویل، چې ده له خان عبدالغفار خان [باچا خان] سره لیدلي دي، وایي سمدستي خلک ورته ولاړ شول او ده ته یې ډېره مینه ورکړه.

هند ته د تازه ورغلو افغانانو په ګډون هغه سیکان او هندوان هم شامل دي چې د 1990 په لسیزه کې هندوستان ته کډه شوي دي او ډېر یې لا هم د شهریت له ستونځو سره مخ دي.

نریندري مودي دغو افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د دوی د دوی د ستونځو په حل کولو کې به ورسره مرسته وکړي او وایي د هند د شهریت قانون (سي اې اې) به د نورو هغو خلکو په ګډون دوی ته هم ګټه ورسوي چې په تېرو لسیزو کې په هند کې اباد شوي دي.

د افغان سیکانو او هندوانو په دې پلاوي کې- چې له مودي سره یې لیدلي ندان سینګ هم شامل وو، چې د 2020م کال په جون کې د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې تښتول شوی وو او تر خوشي کېدو وروسته هند ته کډه شوی وو.

همدارنګه افغان نژاده هندي تاجر بنسري لال اریندیت هم پکې شامل وو، چې د هندو ورځپاڼې د رپوټ له مخې طالبانو د تېر 2021م کال په ستمبر میاشت کې تښتولی وو او د پیسو په بدل کې یې را خوشي کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG