لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډېره اسماعيل خان کې د پوليو په ساتونکي ټيم چاودنه شوې


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د پوليو ټيم په ساتونکو پوليسو چاودنه شوې، پوليس وايي په چاودنه کې دوه پولیس والا ټپيان شوي دي. دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د صوبې په شپږو ضلعو کې د پرون ګل/ دوشنبې د ورځې نه د پولیو ضد خصوصي کمپاين پېل شوی دی.

د ډېره اسماعيل خان پوليسو ویاند امتیاز وویل نن د سه شنبې په ورځ (22 فرورۍ) د کلاچي تاڼې د مډي په علاقه کې پوليو ټیم په ساتونکو پولیسو سړک په غاړه چاودنه شوې ده.

هغه وويل، په چاودنه کې د پولیسو ګاډی زیانمن شوی او دوه پولیس عسکر پکې ټپي شوي دي.

د پولیسو ویاند زیاته کړه د پېښې وروسته د پوليسو اضافي نفري علاقې ته لېږل شوي او د پوليو کمپاين روان ساتل شوی دی.

دپاکستاني طالبانو تحریک ددې برید پړه پغاړه اخستې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې دپولیسو ګاډی یې نخښه کړی چې پکې درې پولیس عسکر سخت ژوبل شوي دي.

د جنورۍ په 20 دغلته د پولیو ټیمونو په ساتونکو پولیسو ډزې شوې وې خو کومه مرګ ژوبله پکې نه وه اوښتې او بیا د جنورۍ په 25 کوهاټ ضلع کې د پولیو ټیم پولیس ساتونکی په وسله وال برید کې وژل شوی وو.

خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز چارواکي وایي په تیرو 18 میاشتو کې په صوبه کې د پولیو پیښه مخې ته نه ده راغلې خو په بنو او ټانک کې د پوليو وايرس د مثبتو ماحولياتي نمونو نه پس د صوبې په دوه ډویژنو ډیره اسماعیل خان او بنو په شپږ ضلعو کې پرون د ګل ورځې نه د پولیو ناروغۍ د مخنوي خصوصي کمپاين شروع شوی دی.

د ګل/ دوشنبې په ورځ 21 فرورۍ نه د خېبرپښتونخوا په ډيره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت، ټانک شمالي او جنوبي وزيرستان کې د پوليو په ضد خصوصي کمپاين پېل شوی دی.

په پاکستان کې په کال 1994 کې د پولیو د مخنیوي پروګرام شروع شوی خو پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې تر اوسه د پولیو ناروغۍ وایرس پکې نه دي ختم کړی شوي.

د پاکستان د پولیو د مخنیوي د پروګرام مشر شهزاد بېګ په دې وروستیو کې ویلي وو د تېر یو کال راهسې په پاکستان کې د پولیو یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې.

هغه ویلي وخت راغلی چې مونږ خپلې کمزورۍ لرې کړو، خپل د کمپاین معیار دومره ښه کړو او وړاندې چېلنجونه لرې کړو چې پاکستان هم د پولیو څخه ازاد هیوادونو په نوملړ کې شامل کړی شي.

دوی زیاته کړې په پاکستان کې که چرې تر درېو کاله پورې د پولیو وایرس ونه موندل شي، نو مونږ ته به د پولیو څخه د خلاصېدو سرټیفیکیټ راکړی شي، خو وایي پاکستان او افغانستان د دغو وبایي رنځونو په اړه یو بلاک ګڼل کیږي:

نايجیریا په رسمي توګه په 2020م کال کې له پولیو څخه پاک اعلان شو خو پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ هغو هېوادونو په توګه پاتې شوي چې لا د پولیو وایرس پکې موندل کيږي.

په پاکستان کې د پولیو ورستۍ پیښه تیر کال د جنورۍ په 27م د بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله سیمه کې مخې ته راغلې او په افغانستان کې تېر کال څلور او روان کال تر اوسه د پولیو يوه پېښه مخې ته راغلې ده.

د پولیو د مخنيوي د صوبې یو چارواکی او د حساسو ضلعو د پولیو ځانګړی مشر ډاکټر سرفراز وایي په دې درې ورځني خصوصي کمپاین کې به د پینځه کالو نه کم عمر یو ملین ماشومانو ته څاڅکي ورکولی شي او د هغوی لپاره 5711 ټیمونه ځانګړي کړی شوي دي.

هغه وویل د تشویش خبره دغه ده چې په افغانستان کې رپورټ شوې د پولیو ورستۍ پېښې جنوبي وزیرستان سره په پوله پکتیکا صوبه کې مخې ته راغلې ده او د دغه سیمې خلک د پولې داوړو خواه ته تګ راتګ کوي.

طبي ماهرین وایي د پولیو ناروغۍ د انسان ټول عمر لپاره د شل یا فلج کېدو سبب ګرځي او دیني عالمان وایي د ماشوم په معزوره کېدو به د هغه مور او پلار نیول کیږي.

د مایکرو سافټ کمپنۍ مالک بل ګیټس هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سفر په مهال د پولیو پرضد د پاکستان ستاینه کړې وه خو ورسره یې له دې هیواد نه د پولیو وایرس په بشپړه ډول ختمولو ټینګار هم کړی وو.

XS
SM
MD
LG