په داسې حال کې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روس په سفر دی، روس په يوکرېن کې د پوځي عملياتو اعلان کړی، امریکا د روس بريد غندلی او ويلي يې دي، پاکستان يې د روس په اړه د خپل دريځ نه خبر کړی دی.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، امریکې د روس په اړه د نوو کارروايانو څخه پاکستان په خپل دريځ خبر کړی دی او دا د هر زمه واره ملک زمه واري جوړيږي چې د روس د صدر ولاديمير پيوټن د يوکرېن په اړه ارادو باندې خپله اندېښنه او اعتراض څرګند کړي.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د ویاند دغه خبري غونډه په يوکرېن د روس د پوځي عملیاتو د اعلان نه وړاندې شوې ده.
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس نه د شورو په ورځ په خبري غونډه کې د عمران خان د روس د سفر په اړه پوښتنه شوې او هغه ورته په ځواب کې ويلي، امریکې پاکستان ته ویلي چې دوی په يوکرېن کې د جګړې په ځای د سفارتکارۍ د لارې مسله هوارول غواړي.
هغه ويلي، "مونږ د پاکستان د وزیراعظم د روس په سفر خبر يو، مونږ ګڼو چې د نړۍ د هر زمه واره ملک دا زمه واري جوړيږي چې د يوکرېن په اړه، کوم چې په ظاهره د پيوټن په ذهن کې چليږي، د هغې خلاف خپله اندېښنه او اعتراض څرګند کړي".
هغه ويلي د امریکې او پاکستان د اوږدې مودي همکاري روانه پاتې شوې، او امریکا د يو جمهوري او خوشاله پاکستان سره خپله همکاري د امریکا د ګټو دپاره مهمه ګڼي.
هغه زياته کړې چې کله خبره د شريکو ګټو وي، او کله د يو ګران ټکر او بې ثباتۍ څخه بچ کېدل ضروري وي، نو د نړۍ هر هېواد له دا خبره په څرګند ډول روس ته وړاندې کول پکار دي.
د نېډ پرايس نه پوښتنه شوې چې په داسې وخت کې د عمران خان د روس سفر ته که وکتلی شي نو داسې ښکاري چې هغه د روس د دریځ بلاواسط تاييد کوي؟ په ځواب کې نوموړي ویلي، دا پوښتنه د پاکستان د حکومت نه کول پکار دي.
هغه ويلي هغه دا وخت د کوم بهرني مشر د کوم هېواد د سفر په اړه نظر نه شي قايمولی.
د نوموړي په وېنا د يوکرېن پولې ته نزدې د روس د پوځي عملياتو په ځواب کې امریکا د وړاندې نه د روس په دوه غټو مالياتي ادارو بندېزونه لګولي دي، او که روس نور مخکې ځي نو بندېزونه نور سختولی شي.
د پاکستان د وزیراعظم دفتر په یو ټويټر ويلي د وزیراعظم عمران خان او د کابینې غړي یې د روس دا سفر د روس صدر ولادمیر پوتین په بلنه کوي.
روسيحکومت ویلي وزیراعظم عمران خان او ولادمیر پوتین به د فرورې په څلوریشتمه نېټه ملاقات کوي.
عمران خان دا خبره هم کړې ده پاکستان به اوس د ېو کیمپ برخه نه جوړیږي او د پاکستان خارجه تګلاره به بې طرفه وي.
یو روسي تلویزیون سره خبرو په وخت عمران خان ويلي چې د ېوکرېن د شخړې حل د مذاکراتو له ذریعې غواړي.