د يوکرېن په پلازمينه کې نن د خالي/ يکشنبې په سهار چاودنې او ډزې اورېدل شوي او د پلازميني په کنټرول کې اخستو دپاره د روس او يوکرېن د پوځ ترمنځ جګړه روانه ده.
د يوکرېن چارواکي په خلکو غږ کوي چې د روسي پوځ په وړاندې د کيف په دفاع کې مرسته وکړي، په کیف کې د پوځ په اډه بريد شوی، خو د يوکرېن پوځ ویلي برید يې په شا تمبولی دی.
د يوکرېن صدر ولاديمير زيلنسکي وړاندوېنه کړې ده چې د خالي په ورځ جګړه نوره سختېدی شي.
هغه ويلي، کیف ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، او نه شو کولی چې کیف د لاسه ورکړو.
د امریکې او لويدځ چارواکو ویلي، د روس پوځ کیف پله پرمختګ کوي.
د امریکې د استخباراتو يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط خبريالانو ته ويلي، د روس د بريد نه وروسته تراوسه پورې روسي پوځ د يوکرېن په پوځي اډو د 200 نه زیاتې بلېسټک ميزايلي داغلي دي.
هغه ویلي، د روس پوځ په هغه رفتار پرمختګ نه کوي د کوم چې د روس چارواکو تمه لرله.
هغه زیاته کړې، د روس پوځ ځينې حرکتونه د لاسه ورکړي او د تمې خلاف ورته زيات مزاحمت کيږي، او د يوکرېن د حکومت کمانډ او کنټرول نظام اوس هم په ځای دی.
بل لور ته په يوکرېن د يرغل پرضد د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې وړاندې شوی قرارداد روس وېټو کړی دی.
د راپورونه ترمخه امریکا او البانيه دغه قرارداد وړاندې کړی او د امنیتي شورا په 15 غړو کې يې 11 په حق کې رايې ورکړې ده.
ویل شوي هند، چين او متحده عرب اماراتو په رايو ورکولو کې برخه نه ده اخستې.
د روس چارواکود جمعې په ورځ دعوه کړې د ترهګرۍ د خطرو د مينځه وړلو په لړ کې يې کلک پرمختګ کړی دی.
د روس د پوځ مېجر جنرل ايګور کونيشنکوف ويلي، د يوکرېن د پوځ د 200 نه زياتې اډې او د هوايي دفاع ريډار څو سټېشنې يې ورله خرابې کړي او د يوکرېن جنګي الوتکې، هيلي کاپټرې او جنګي ګاډي يې تباه کړي دي.
د روس صدر ولاديمیر پيوټن د زیارت په سهار (24 فرورۍ) د يوکرېن په ختيځ کې د پوځي عملياتو پېل کولو اعلان کړی او ويلي يې وو د يوکرېن د دړکو په ځواب کې عمليات کوي، او نورو ملکونو ته یې د مداخلت نه کولو خبرداری ورکړی وو.
امریکې د جمعې په ورځ اعلان کړی، د روس د صدر ولاديمیر پيوټن او بهرنيو چارو وزير اثاثې/ شتمنۍ تړي. له دې وړاندې دغه ګام يورپي يونين او برتانيې پورته کړی وو.
د روس د صدر او بهرنيو چارو وزیر پرضد دغه ګامونه په داسې حال کې پورته کړی شوي چې په نړيواله کچه هېوادونه په يوکرېن د حملې په سر د روس د حکومت پرضد د بندېزونو لګولو هڅې کوي.