واشنګټن ــــ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي د روسي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې په جنوب ختیځ بندري ښار ماریوپول کې د ماشومانو د زېږېدو یو روغتون تباه شوی دی، صدر زلنسکي دا «جنګي جرم» بللی، امریکې او ملګرو ملتونو یې سخته غندنه کړې ده.
ولسمشر زلنسکي د شورو- چارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې وایي د همدې روغتون ده او وایي ماشومان هم د خاورو خځو لاندې دي. په ویډیو کې د ودانۍ دننه ویجاړي لیدل کېږي. صدر زلنسکي لیکلي:
"ظلم! نړۍ به تر څو پورې د دې ترهګرۍ ملګرې وي او سترګې به ورباندې پټوي؟، د اسمان لاره همدا اوس بنده کړئ، وژنې ودروئ، ته [روس] زور لرې خو ښکاري چې انسانیت بایلې".
روس د اوکرایني صدر دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې ویلي وو دوی به د شورو- چارشنبې په ورځ جګړه ودروي چې له ماریوپول او نورو محاصره ښارونو زرګونو خلکو ته د وتلو اجازه ورکړي.
رایټرز خبري ایجنسۍ د اوکرایني پوځ له خوا جوړه کړې وېډیو خپره کړې چې پکې دغه د "روغتون" ګڼل کېدونکې درې منزله ودانۍ په خراب حالت کې لیدل کېږي او له ودانۍ دباندې سوځېدلي موټر هم لیدل کېږي.
خپله د ماریوپول ښار شورا هم دعوه کړې چې د ماشومانو په روغتون باندې څو واره هوایي بمباري شوې ده، خو روس تر دې مخکې په عامو خلکو د بمبارۍ دعوې رد کړې دي.
د اوکراین یو اعلی افسر کیریلو توماشینکو وایي، چارواکي یې هڅه کوي دا معلومه کړي چې په روغتون باندې د برید په نتیجه کې څومره خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.
امریکې، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو په ماریوپول ښار کې د ماشومانو په روغتون د روس بمباري غندلې ده. د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په یوه ټویټ کې لیکلي:
"په روغتون باندې- چې د زېږېدنې او ماشومانو څانګې پکې دي- برید بوږنوونکی دی، عام خلک چې له دې جګړې سره هیڅ کار نه لري ډېر زیات زیانمن کېږي، دا بې حسه تشدد باید ودرېږي او نور د وینو تویېدل تم شي".
بل لور ته د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګیلاوروف ترکي ته روان شوی، چې له خپل اوکرایني سیال دیمیترو کولیبا سره به ملاقات کوي. ترکي له روس او اوکراین دواړو سره ښې اړیکې لري او د جګړې له پیله هڅه کوي چې دواړه هېوادونه شخړه په خبرو حل کړي.
دا به لومړی ځل وي چې د اوکراین او روس د بهرنیو چارو وزیران د ترکي د خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو په کوربتوب له یو بل سره لیده کاته کوي. د ترکي صدر ستر سلاکار ویلي په انقره کې د دغو دواړو مشرانو لیدل غټه خبره ده.