لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له ننه پیلېدونکې د ترکي په درې ورځنۍ غونډه کې د افغانستان پر حالاتو هم خبرې کېږي


واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی، د نورو هېوادونو سفارتکاران او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترکي ته تللي او هلته به د «انتالیا ډیپلومېسي فورم» په نوم دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې کوي.

په انقره کې د مارچ له 11مې تر 13مې جوړېدونکې دې درې ورځنۍ غونډه کې سږ کال تر 2000 زیاتو کسانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، چې په هغوی کې د هېوادونو او حکومتونو مشران، د بهرنیو چارو وزیران او د نړیوال تنظیمونو استازي شامل دي.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي‌ ټامس ویسټ پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره انقرې‌ ته رسېدلی دی. ویسټ د دې غونډې په کوربتوب د ترکي‌ مننه کړې ده:

"له مهمو شریکانو سره د افغانستان [د طالبانو د حکومت] د نړیوالو اړیکو په اړه خبرو ته سترګې په لار یم".

په ترکي کې دا نړیواله غونډه دا ځل په داسې وخت کې کېږي چې پر اوکراین د روس بریدونو د ټولې نړۍ پام اړولی دی او ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به تر ډېره د دې جګړې پر تم کولو خبرې کېږي خو د افغانستان پر حالاتو به هم په دې غونډې کې بحث کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي امیر خان متقي‌ هم د یو پلاوي په مشرۍ د ترکي د خارجه وزیر مولود چاوش اوغلو په رسمي بلنه ترکي‌ ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي امیر خان متقي به د انقرې غونډې ته وینا هم کوي:

"[امیر خان متقي به] په یوه بحث کې ګډون وکړي او ورسره به د ترکیې او د نړۍ د مختلفو هیوادونو څخه د راغلیو لوړ رتبه هیئتونو سره ناستي او د افغانستان په اړه خبرې اتري وکړي".

د رپوټونو له مخې په دې نړیواله درې ورځنۍ غونډډه کې به ګډونوال د هېوادونو تر منځ د پالیسۍ، سفارتکارۍ او تجارت په اړه له یو بل سره خپل نظرونه شریکوي.

د افغانستان لپاره د امریکې سفیر ایان میککېري- چې دا مهال په قطر کې کار کوي- هم د ترکي په غونډه کې ګډون کوي. ښاغلي میککېري د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي:

"خوشاله یم چې ټامس ویسټ، نورو همکارانو او شریکانو سره پر افغانستان د خبرو د دوام لپاره په ترکي کې د انتالیا ډیپلومېسۍ فورم په غونډه کې ګډون کوم".

ښاغلی میککېري وایي له افغان ولس سره کړې ژمنې یې کلکې دي او له دوی سره به په هره مناسبه موقع باندې د کار کولو لپاره په اړیکه کې وي.

افغان څېړونکي‌ وایي د ترکي‌ غوندې مهمه غونډه کې په رسمي‌ بلنه د طالبانو د پلاوي‌ ګډون له نړۍ سره د طالبانو سفارتي اړیکو ته لاره هوارولای شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د کابینې نورو وزیرانو په تېرو څه دپاسه شپږنیمو میاشتو کې پاکستان، ایران، روس، ترکي، چین، ناروې،‌ سویټزرلېنډ او قطر ته رسمي‌ سفرونه کړي دي، خو په دغو ټولو سفرونو کې د دغو هېوادونو استازو له طالبانو سره د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو پر موضوع خبرې نه دي کړې.

ټاکل شوې چې د مارچ پر 30مه د چین په کوربتوب په بېجنګ کې هم د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي چې د پاکستان په ګډون به د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پکې ګډون کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG