لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمعيت علما اسلام ف نيول شوي غړي خوشي کړی شوي


د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوند جمعيت علما اسلام ف ګوند ويلي، پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (10م مارچ) چې په پارلیمنټ لاجز کې يې د ګوند دوه د قامي اسمبلۍ غړي او نور رضاکار نيول شوي وو هغه خوشي کړی شوي دي، او د احتجاجي مظاهرو غږ يې بيرته اخستی دی.

د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مو لانا فضل الرحمان چې د حکومت مخالفه ډلو د اتحاديې (پي ډي اېم) مشري هم کوي، ويلي يې دي، پرون چې د اسلام اباد په پارلیمنټ لاجز کې پوليسو منتخب استازي نيولي وو او ځورول شوي وو، او بيا مخالفه ګوندونو دغې ته سخت غبرګون ویلی او خلک په سړکونو راوتلي وو.

هغه ویلي، د دوی د پارلیمان غړي او نور رضا کار د سهار کېدو نه وړاندې خوشي کړی شوي او دوی چې په سړکونو د راوتلو ويلي اوس په سړکونو د راوتلو ضرورت نه دی پاتې.

پرون د اسلام اباد پولیسو ویلي وو، د جمعيت علما اسلام د تنظیم انصار الاسلام غړي پارلیمنټ لاجز ته راغلي وو، ځکه د دوی د ویستلو د پاره يې دغه عملیات کړي وو.

او د اسلام اباد پوليسو په ټویټر ويلي وو، د پوليسو لخوا د قامي اسمبلۍ دوه غړي صلاح الدين ايوبي او جمالدين نه وو نيول شوي.

پرون په اسلام اباد کې دغه اړی ګړی وروسته له هغې جوړ شوی وو چې مخالفه ګوندونو د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد/ بې باورۍ تحریک وړاندې کړی دی.

او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي د بې باورۍ تحریک د اپوزیشن حق دی خو وایي اپوزیشن چې کومه لاره خپله کړې ده هغه به هیواد د خانه جنګۍ طرف ته بوځي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیبلز ګوند مشرانو شهباز شریف او بلاول بوټو هم د اسلام آباد پولیسو دغه ګام په سختو ټکو کې غندلی دی.

کله چې د پولیسو له خوا په پارلیمنټ لاجز کې دغه عملیات روان وو هم هغه وخت د پوځ ویاندې ادارې مشر مېجر جنرل بابر افتخار یو خبري کانفرنس ته ویلي وو چې د پوځ له سیاست سره هیڅ کار نه شته او نه به ولري ځکه دې پوځ نه په سیاسي کردار څوک تپوس ونه کړي.

مېجر جنرل بابر افتخار دا بیان داسې حال کې ورکړو چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي دي د حکومت پرضد د بې باورۍ تحریک د اسټېبلشمنت د پاره به هم یو امتحان وي چې په دې معامله دوی بې طرفه پاتې کیږي او که نه؟

خو حکومتي وزیر فواد چودهري وایي پوځ یې له حکومت سره ولاړ دی ځکه چې وایي‌ دا د پوځ اییني ذمه واري ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG