لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسي ځواکونو په کیېف کې د ملکي وګړو په استوګنځیو بمباري کړې


واشنګټن – ټاکل شوې وه چې د روس او اوکراین مرکچیان د نهې یا سې شنبې په ورځ نورو خبرو ته کښیني خو بل خوا روس د خپل یرغل په دریمه اونۍ هم په کیېف او شاخوا ښارونو باندې بمباریو ته زور ورکړی.

د نهې یا سې شنبې سهار وختي د اوکراین په پلازمېنې باندې ګڼ هوايي بریدونه شوي چې یو یې د استوګنې په ودانۍ شوی او لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې په ګاونډي بیلروس کې د ویډیو له لیارې د ښکېلو غاړو ترمنځ مذاکرات شوي خو بیا هم کوم ستر پرمختګ نه دی شوی.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مشرې جن ساکي خبریالانو ته وویل، امریکا ددغو مذاکراتو ملاتړ کوي او دې نښو ته ګوري چې روس له خبرو سره په یو وخت کې تاوتریخوالی پرېږدي.

هغې وویل، زمونږ نظر بیا هم دا دی چې خبرې چې هر څه وي او هره پایله ولري خو له ډپلوماسۍ سره باید تاوتریخوالی هم کم شي او مونږ دې ثبوت ته په تمه یو خو مونږ په دې وخت کې کوم ثبوت نه وینو چې ګواکې د روس ولسمشر دې د تاوتریخوالي د درولو لپاره څه کوي.

ساکي د هغه راپور د تایید په اړه هم څه و نه ویل،‌ چې تمه ده د امریکا ولسمشر جو بایډن به په راتلونکې اونۍ کې برسلز ته ولاړ شي چې د ناټو له مشرانو سره د اوکراین د شخړې په اړه خبرې وکړي.

هغې وویل، د بایډن اداره د ناټو او له اروپايي متحدینو سره د نورو ډپلوماټیکو ګامونو لپاره له نېږدې په اړیکه کې ده چې په هغو کې بشري او امنیتي مرستې شاملې دي.

ټاکل شوې ده چې بایډن به نن د نهې یا سې شنبې په ورځ له اوکراین سره د بیړنیو بشري او پوځي مرستې بسته چې ۱۳.۶ بیلینه ډالره ده لاسلیک کړي.

دې پسې به بیا د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي کانګرس ته وینا وکړي چاچې تر دې وړاندې هم د نړیوالو مرستو او په اوکراین باندې د نو فلای زون غوښتنه کړې ده.

بل پلو د چک لومړي وزیر پیټر فیالا ویلي، چې دی د پولېنډ له لومړي وزیر او یو شمېر نورو اروپايي مشرانو سره یو ځای د نهې په ورځ کیېف ته ځي چې له زیلېنسکي او لومړي وزیر سره وویني.

فیالا ویلي، ددغه سفر هدف دا دی چې د اوکراین خپلواکۍ او تمامیت ته د ټولې اروپايي ټولنې ملاتړ تایید کړي او له اوکراین سره د مرستو او ملاتړ لویه کچه ښکاره کړي.

همدارنګه د نړیوالو غبرګون تر اوسه په روس باندې اقتصادي بندیزونو ته محدود پاتې شوی.

جاپان د نهې یا سې شنبې په ورځ د ۱۷ نورو روسانو پانګې کنګل کړي چې په هغو کې د روس د پارلمان یولس غړي هم شامل دي.

اروپايي ټولنې د ګل یا دوشنبې ناوخته د روس د اقتصادي سکتور پرضد د څلورم دور بندیزونو لګولو اعلان وکړ.

له اوکراین څخه د تخلیې په بهیر کې ددغه هېواد لومړي وزیر ویلي، چې حکومت یې هیله لري چې د نهې په ورځ به نهه انساني دهلیزونه پرانیزي چې ملکیان پرې ووځي او د روسي ځواکونو لخوا کلابندو سیمو ته پرې مرستې ورسوي.

په دغو ښارونو کې یو جنوبي ښار مېریپول دی چېرې د روسانو د بمباریو له امله د ګل په ورځ مرستندویه توکي و نه لېږدول شول.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د روس د یرغل د پیل راهیسې په میریپول کې ۲۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي خو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دې تایید شوي.

د امریکا فاکس نیوز خبر ورکړی چې د بینجمین هال په نامه یو خبریال یې د ګل په ورځ د کیېف څخه د باندې د راپور ورکولو پر مهال سخت ژوبل شوی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د برینټ رینوډ په نامه یو بل امریکايي خبریال د کیېف په یوې سیمه کې وژل شوی وو.

په ورته وخت کې څلورو امریکايي سناتورانو په تېرو څو ورځو کې له پولېنډ څخه لیدنه کړې چې هلته له اوکراین څخه له کډه شویو اوکراینیانو سره خبرې وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان او د ملي امنیت شورا چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ په روم کې د چین له یو جګ پوړي ډپلوماټ ېنګ جایچي سره ولیدل.

سپینې ماڼۍ ویلي، په دغو خبرو کې په اوکراین کې د روس د یرغل په اړه خبرې شوي.

XS
SM
MD
LG