لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مردان: پښتون شاعر او سياسي مبارز محبوب باچا په حق رسېدلی


محبوب باچا

د خېبرپښتونخوا د مردان سيمې سره تعلق لرونکی پښتون شاعر او سياسي مبارز محبوب باچا (سيد محبوب علي شاه) په حق رسېدلی دی، ارواښاد د مردان په طورو کې د صاحبزادګانو په کورنۍ کې په 1939 کې زېږېدلی او نن د خالي/ شنبې په ورځ په حق رسېدلی دی.

د محبوب باچا يو ملګری شاعر او ليکوال اکبر هوتي وايي، باچا تر لسم ټولګي زده کړې کړې او بيا يې کار روزګار ته لاس اچولی، د مزدورانو د تحریک غړی جوړ شوی او سياست يې هم شورو کړی وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل باچا بيا د مزدور کسان پارټۍ غړی جوړ شوی او بيا په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې شامل شوی وو.

هوتي وويل، باچا د ډېرو ادبي تنظيمونو غړی پاتې شوی، انقلابي شاعر وو، د نظم په مد کې د محبوب باچا لوی نوم وو او د هغه نظم (د پښتونخوا تصوير) يو امریکن او د لندن د يو سرکاري تنظيم نه اېوارډونه هم ترلاسه کړی وو.

د نوموړي په وېنا باچا قام او ولس شاعري کړې او کلک مبارز پاتې شوی دی.

وتلی پښتون ليکوال نور البشر نويد وايي، محبوب باچا يوه نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل باچا د ټولو پښتنو، د ټولو انسانو دپاره د خپلې مبارزې، د خپلې شاعرۍ او خپل قلم د لارې مبارزه کړې او تل د خپل نظر او نظريې سره ټينګ ولاړ پاتې شوی دی.

نويد زياته کړه د باچا ژوند د مبارزې ژوند وو او دغه مبارزه يې تراخره پورې کړې ده.

شاعر فېض الوهاب فېض وايي، باچا د يو ښه شاعر سره تکړه مبارز وو، د کارخانو د مزدورانو د اتحاديو نه واخله تر مزدور کسان پارټۍ او بيا يې ټول عمر سیاسي هلې ځلې کړي دي.

فېض وايي، باچا عملي مبارزه کړې او د هغه دغه مبارزه د هغه په شاعرۍ کې ښکاره ده. د پښتنو مسلې يې بيان کړي او د هغې دپاره په جدوجهد کې ټينګ ولاړ وو.

د ادبي دوستانو مرکې د تېر کال د نومبر په مياشت کې په مردان پرېس کلب کې د محبوب باچا د ادبي او سیاسي خدماتو په اعتراف کې يوه غونډه هم راجوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG