لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د پاکستان د هوايي پوځ تربيتي الوتکه غورځېدلې، دوه پايلټان پکې مړه شوي


د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور سره نزدې د پاکستان د هوايي پوځ تربيتي الوتکه غورځېدلې او دواړه پايلټان پکې مړه شوي دي.

د پاکستان هوايي پوځ ويلي، د الوتکې غورځېدو په پېښه کې په ځمکه بل چا ته ځاني او مالي تاوان نه دی اوښتی او د پېښې د پلټنو کولو ويل شوي چې د پېښې رامنځته کېدو علت مالوم کړي.

ويل شوي الوتکه هغه وخت غورځېدلې چې د معمول په پرواز وه.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه الوتکه د حاجي ناصر د حجرې سره غورځېدلې او اوور پرې لګېدلی وو.

پاکستان کې وخت په وخت د هوايي پوځ د تربيتي الوتکو د غورځېدو پېښې مخې ته راځي.

تير کال د ستمبر په مياشت کې د پاکستان د هوايي ځواک تربيتي الوتکه د مردان سره نزدې غورځېدلې وه.

له دغې وړاندې په 6م اګست د پنجاب صوبې په اټک ضلع کې يوه بله تربیتي الوتکه غورځېدلې خو هغه ويل شوي وو، په الوتکه کې دواړه پايلټان په وتلو کې کامیاب شوي او کوم تاوان پکې نه وو اوښتی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG