لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د روس او اوکراین مرکچیان په ترکیه کې خبرو ته ناست دي


واشنګټن – د روس او اوکراین مرکچیان د نهې یا سې شنبې په ورځ درې اونۍ وروسته یو ځل بیا په ترکیه کې مخامخ خبرو ته ناست دي.

اوکراین په خپله خاوره د هر ډول جوړ جاړي پرته اوربند غواړي او روسي ځواکونه یې له کیېف څخه په شا تمبولي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان په خپله ماڼۍ کې د دواړو لوریو مرکچیانو ته د هرکلي پر وخت ویلي، چې ددغې غمېزې درول دوی پورې اړه لري.

د اوکراین ټي وي خبر ورکړی چې خبرې بې له روغبړه پیل شوي.

اوکراین او امریکا د دغو خبرو بیړنیو پایلو ته ډېرې هیلې نه لري خو بیا هم دغه مخامخ خبرې د روسانو په یرغل کې د اوربند لپاره لومړنی مهم ګام ګڼل کېږي.

د روسانو په مرکچي پلاوي کې د رومان ابراموېج په نامه بیلیونېر هم شامل دی په چا کې چې لږ تر لږه د دوه اوکرایني مرکچیانو په ګډون د دې میاشتې په سر کې په کیېف کې له لیدنو وروسته په زهرو د ککړېدو نښې ښکاره شوې وې.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي د دغو خبرو له پيل څخه څو ساعته مخکې په دې ټینګار وکړ چې د ماسکو پرضد د لویدیځ لخوا لګېدلي بندیزونه دې کافي او اغېزناک پاتې شي.

په ورته وخت کې د امریکا یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي ویلي،‌ چې اوکرایني سرتېرو د شمال ختیځ سومي ښار سره نېږدې تروستېنېت ښار بېرته نیولی او زېلېنسکي د ګل په شپه خپلو خبرو کې د کیېف په لمن کې د ارپین ښار د ازادېدو خبر وکړی.

همدارنګه د ترکیې په استانبول کې د خبرو له پېلېدو سره د روسانو په یو هوايي برید کې په مایکولېف بندري ښار کې یوه حکومتي ودانۍ وېجاړه شوې ده.

د مارچ په ۲۹ نېټه د اوکراین یوه حکومتي‌ ودانۍ د روس تر بمبارۍ وروسته.
د مارچ په ۲۹ نېټه د اوکراین یوه حکومتي‌ ودانۍ د روس تر بمبارۍ وروسته.

ګورنر یا والي یا ګورنر ویټالي کېم ویلي، چې ګڼ کسان د وېجاړې شوې ودانۍ لاندې بند ‌پاتې دي.

رویټرز خبري اداره وايي، که څه هم د روسانو یرغل په اکثرو لیکو کې درېدلی ښکاري خو په ښارونو کې بند پاتې ملکي وګړي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په اوکراین باندې د روس یرغل له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته په یو اروپايي هېواد باندې تر ټولو ستر برید دی چې له امله یې ۳.۸ میلیونه کسان له دغه هېواد څخه کډوال شوي دي.

د دې ترڅنګ په زرګونو نور وژل شوي او ژوبل شوي او د روس اقتصاد د بندیزونو له امله اغېزمن شوی دی.

په جنوبي بندري ښار مېرېپول کې چې د جګړې د پیل راهیسې د روسي ځواکونو لخوا کلابند دی،‌ ښاروال وايي، نېږدې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې ۲۱۰ تنه یې ماشومان وو خو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دې تایید شوي.

د ښار په هغو برخو کې چې د روسانو په لاس کې دی د ګوتو په شمېر اوسېدونکي په کنډوالو کې لیدل شوي.

په نورو ځایونو کې بیا اوکرایني سرتېرو په دې وروستیو ورځو کې پرمختګ کړی او کیېف په لمنو کې یې شمال ختیځ او جنوب لوري ته ځینې سیمې بېرته نیولي دي.

خو رویټرز خبري ادارې راپور ورکړی چې روسي ځواکونو د سلاووتېج ښار نیولی په کوم کې چې د چرنوبېل د اټومي کارخانې کارکونکي‌ ژوند کوي.

په ورته وخت کې په کیېف کې ښاروال ویټالي کېچکو په پلازمېنه کې نوی ګرځ بندیز لګولی چې د خالي یا شنبې له سهار اتو بجو څخه پیل د ګل یا دوشنبې تر سهار اوو بجو پورې.

د سیمې استوګن کسان به یواځې هغه وخت له کوره وتلی شي کله چې ورته د خبرداری زنګ ووهل شي.

په ورته وخت کې به عامه ټرانسپورټ، درملتونونه او د تېلو ټانکونه تړلي وي.

XS
SM
MD
LG